کور / تازه خبرونه / سعودي له طالبانو سره د منځګړتوب هڅي درولي دي

سعودي له طالبانو سره د منځګړتوب هڅي درولي دي

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړتوب چاري يې درولي دي.
د اسوشېټيډ پريس آژانس د سعودي د بهرنيو چارو د وزير شهزاده سعود الفيصل له خولې وايي چي دوى ځکه دغه هڅي درولي، چي طالبانو له القاعدې څخه ځان نه جلا کاوه.
راپور وايي سعود الفيصل دغه څرګندوني له خپل اېټالوي سيال سره تر ليدني وروسته وکړې.
د سعودي حکومت دغسي څرګندوني پر داسي مهال راځي، چي تېره اونۍ د افغانستان د سولي عالي شورا له دې هيواد څخه غوښتنه وکړه، چي له طالبانو سره په مځګړتوب کي مرسته ورسره وکړي، خو سعودي تر اوسه رسمي جواب نه وو ورکړى.
افغان ولسمشر هم له سعودي څخه چي پر پاکستان باندي نفوذ لري او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې له هغوى سره هم اړيکي ښې وې، په دې باب د مرستي غوښتنه کړې ده.
سعودي دوه کاله دمخه د روژې په مياشت کي د طالبانو څو استازي او د افغان حکومت چارواکي سره کښېنولي هم ول، خو نتيجه يې نه ده ورکړې.