د لغمان فرهنګي ټولني لخوا دغازي محمدشاخان بابکرخېل ياد
لغمان فرهنګي بهير د نوميالي غازي محمدشاه خان بابکرخېل ياد تازه کړ
لغمان فرهنګي بهير د شنبې پر ورځ په مرکز مهتر لام کې د هېواد د پياوړي مبارز، مجاهد، غازي او هېواد پال شخصيت او ملي اتل غازي محمدشاه خان بابکرخېل ياد غونډه جوړه کړه . دغه غونډه د دانش خپرندويې ټولنې دمشر اسدالله دانش، عبدالمعيد هاشمي او هجرت الله اختيار په هڅو د لغمان فرهنګي بهير له لوري جوړه شوې وه . يادغونډه د شنبې پر ورځ په مرکز مهترلام کې جوړه شوه وه چې د لرې او برې پښتونخوا سلګونه ليکوالو، پوهانو او اديبانو پکې برخه دلوده .
د ياد غونډې لومړۍ برخه د پيغامونو وه چې په سر سر کې د ولسمشر حامد کرزي پيغام د لغمان دو الي محمداقبال عزيزي له لوري ولوستل شو.
ښاغلي عزيزي د پيغام تر لوستلو مخکې پخپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د سيمنار د مقالو ټولګه دی پخپل لګښت چاپوي .
وروسته يې د ولسمشر پيغام ولوست چې په ترڅ کې يې د غازي محمدشاه خان هڅې ، مبارزې او سرښندنې نه هېرېدونکې بلل شوې وې او دغه راز يې له اسدالله دانش او عبدالمعيد هاشمي څخه هم مننه کړې وه او د فرهنګ د ودې او بډاينې په برخه کې يې د دوی هڅې ستايلې وه.
د اطلاعاتو او کولتور د وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين په پيغام کې هم د غازي محمدشاه خان بابکر خېل له مبارزو ډک ژوند ستايل شوی او هغه يې د هېواد رښتينی اتل بللی و .
له پيغامونو وروسته د ويناوو او مقالو برخه پيل شوه چې لومړی ويناوال د غازي محمدشاه خان د کورنۍ غړی محمد ابراهيم نجات و. ښاغلي نجات وويل چې محمدشاه خان بابکر خېل يوازې د دوی د کورنۍ نه بلکې د ټول هېواد او ټولو ولسونو اتل دی .
بل ويناوال هم د غازي محمدشاه خان د کورنۍ غړی اورنګ زېب ارشاد و. ښاغلي ارشاد پخپله مقاله کې د غازي محمدشاه خان بابکر خېل ژوند ته لنډه کتنه کړې وه .
((غازي محمد شاه خان بابکرخېل د محمد امين خان زوی د محمدخان نمسی د محمد اعظم خان کړوسی د رسم خان کودی ، هغه د شېرخان ، هغه د محمدخان او هغه د بابک بابا زوی و.
محمدشاه خان د اټکل له مخې په ۱۷۸۵ ميلادي کال کې د لغمان ولايت مرکز ته اړوند الينګار درې د منجمې په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي او کله چې د ځوانۍ په باغ و بڼ ورګډ شوی په بديع اباد کې يې يو لويه کلا (عقل تمامه) چې نژدې لس جريبه مساحت لري اباده کړې او هملته اوسېدلی دی .))
د ښاغلي ارشاد په ليکنه کې د غازي محمدشاه خان بابکرخېل د مړينې په اړه هم لنډه يادونه شوې وه چې د امير دوست محمدخان له لښکرو سره د جګړې په ترڅ کې تر ماتې وروسته کاشمونډ غرونو ته ولاړ : ((د محمدشاه خان ورور دوست محمد خان د خپل ورور محمدشاه خان تر څنګ کاشمونډ ته ورغی او په دغې سيمه کې د غلې دانې د نشتوالي له امله ټولې کورنۍ سره د الينګار درې نيازيو سيمې ته ولاړ او بيا له هغه ځايه تالاب درې او له هغه ځايه د لغمان او نورستان تر منځ د پراشغان سيمې ته چې هلته يې خپل ځای لاره لاړ. د رواياتو له مخې دوه ورځې او دوه شپې يې نه څه وخوړل او نه يې څه وڅکل ، په درېيمه ورځ چې ټول عمر چاته تسليم نه شو خپل ځان حق ته تسليم کړ.انالله و انا اليه راجعون.جنازه يې د مهترلام صيب هديرې ته راوړل شوه او اميردوست محمدخان هم له جلال اباد څخه جنازې ته راغی – په درنښت يې په خاورو کې الله ته وسپاره.))
ژبپوهاند او ادبپوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ، استاد محمد اصف صميم او عبدالاحمد محمديار هم ويناوې وکړې .
د غونډې بل ويناوال د ملي راډيو ټلوېزيون مشر زرين انځور و. هغه د غازي محمدشاه ژوند ته له لنډې کتنې وروسته د لغمان له والي څخه وغوښتل چې په مهترلام کې يوه ليسه او يو واټ ددغه غازي په نوم و نوموي .تر هغه وروسته د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وينا وکړه او هغه بيا له زرين انځور څخه وغوښتل چې په ملي راډيو ټلوېزيون کې جګړه ځپلو ولايتونو ته پام وکړي .
هغه ووويل په ملي راډيو ټلوېزيون کې د پښتنو ولايتونو يوازې د تاوتريخوالي خبرونه خپرېږي او د بيا رغونې په اړه هېڅ هم نه وي چې په دې توګه پښتانه ولايتونو په لوی لاس له تاوتريخوالي ډک معرفي کېږي او تاوتريخوالي ته هڅول کېږي .
د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی ډاکټر عبدالغني برزين مهر هم د غازي محمدشاه خان بابکرخېل مبارزو ته کتنه کړې وه او په دې اړه غونډې ته خپله مفصله مقاله واوروله.
بله مقاله د کانديد اکاډمېسين اعظم سيستاني چې هميم جلالزي پر پښتو اړولې او غونډې ته يې واوروله.
په دغې مقاله کې چې عنوان يې : (( دکابل په پاڅون کې د محمدشاه خان بابکرخېل ونډه ۱۸۴۱ کال)) وه د غازي محمدشاه خان بابکر خېل ژوند، اند او د انګرېزانو پر ضد مبارزو ته تفصيلي کتنه شوې وه.
په مقاله کې راغلي چې محمدشاه خان د وزير اکبر خان نژدې سلاکار و او وزير به ورڅخه هېڅ خبره هم نه پټوله: ((ان د خپل پلار امير دوست محمدخان هغه ځانګړی ليک يې ور وښود چې وزير ته يې ليکلي ول چې شاه شاتګ وکړه ، هغه هم دغه ليک خپل دغه رښتني دوست ته وروښوده او له هغه څخه يې په دې اړه نظر وغوښت او د هغه په غوښتنه او مشوره يې عمل وکړ.
د اکبر نامې دروايت پر بنسټ محمدشاه لومړنی سړی دی چې دده په دستور د کابل د مشرانو سره ، له خپلو قومونو سره او له عبدالعزيز خان جبارخېل سره جرګه وکړه او په جګدلک او تيزين و ګندمک دکابل – جلال اباد لويه ترانسپورتي لاره وتړله. او د انګريز خواکونه يې داسې لوري ته بوتلل چې سختې ګزاورنه يې پرې وکړل او دا محمدشاه خان نيکه مشوره وه .۱
کله چې سر درا اکبر خان کابل ته راځي محمدشاه هم د ده له ځواکونوسره يوځای کې او د سردار اکبر او سلطان احمد تر څنګ د انګريزانو پر ضد يو څايي مبارزه کوي. دی نه يوازې د مکناټن په بندي کولو کې ډېر مهم رول درلود، بلکې د مکناټن د ملګرو په بندي کولو کې يې هم مهمه ونډه دردلوده.
دغه رازيې له کابل څخه تر جلال اباد پورې د انګريز د ماتو لښکرو په رسول کې مهم ونډه د رلوده او د انګريز او جنرال سيل پر ضد په دره خيبر کې له جنرال پالک سره په جګړو کې مهمه ونډه درلوده .
د لغمان د بديع اباد په کلا کې دانګريز د بنديانو په ساتنه او کابل ته يې په بېرته راستونه کې او له هند څخه افغانستان ته د امير دوست محمدخان په راوستلو کې هم ډېره مهمه ونډه ده .۲))
په مقاله کې د انګرېزانو د استازي مکناټن د وژنې خبره را اخيستل شوې وه : ((د ساعت څلورمه برخه وخت خبرې اترې روانې وې . ناڅاپه محمدشاه خان محمد اکبرخان ته وويل : ((وخت تېرېږي ، زر شه خبره تماموه . )) له دې سره سمدستي محمدشاه خان له خپله ځايه پورته شو او د مختار وزير تر زنې لاندې يې خپل لاس ورلاندې کړ او ورته يې وويل : ((دلته دخبرو ځای نه دی ، خبرې به په ښار کې سره کوو. )) محمدشاه خان له دې وېرې چې هسې نه چې لارنس پرخپله توپانچه باندې وزير محمد اکبرخان ته زيان ورسوي نو پر هغه يې ور ټوپ کړ او ويې نيو. دوی دواړه له يو بل سره لاس و ګرېوان شول دوست محمد خان له تريور او غلام محی الدين خان له مکنيزي سره لاس و ګرېوان ول او دواړو خپل سيالان له مخې کړل ، افغان پلو سرتېرو پر څلورو انګريز سرتېرو ډزې وکړې ، ويې وژل او اسونه يې ورڅخه واخيستل .
څرنګه چې مختار وزير او وزير محمداکبرخان له يو بل سره لاس و ګريوان ول ، مختار وزير له فرصته ګټه واخيسته او د لاس په لکڼه کې ځای پر ځای کړې وسله يې را ويسته او غوښتل يې چې وزير محمداکبر په نس کې پرې ووهي ، خو وزير اکبرخان په زور دغه وسله ترې واخيسته او لېرې يې غورځاره کړه.
په همدغه وخت کې سلطان احمد خان کښلې توره را ورسېده او مختار وزير وېره واخيست مخ يې ده ته کړ او شا يې وزير محمد اکبرخان ته کړه ، سلطان احمد خان ورته ورته وويل : (( دده ژوندي بيول ناشوني دي، کار يې ور ختموه!)) وروسته وزير اکبرخان پر هماغې دوه ميله توپانچې چې يوه شپه وړاندې مختار وزير ده د ډالۍ په توګه ورلېږلې وه د مختار وزير پر ملا ور خالي کړه چې د مرميو له درده يې شاه سلطان احمدخان ته ور واړوله او چيغې يې کړې ، خو سلطان احمدخان د شا لخوا د تورې داسې ګزار پرې وکړ چې پړمخې يې غورځار کړ، وروسته يې سر ځېنې پرې کړ او د خپلو سپرو لوري ته ورغلل.))
د يادغونډې په وروستۍ برخه کې اسدالله دانش چې د غونډې له سمبالونکو څخه و ، وينا وکړه او په ترڅ کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په دغې يادغونډه کې يې ګډون کړی و او يا يې دغونډې په جوړولو کې له دوی سره مرسته کړې وه .
د يادغونډې په وياړ د دانش خپرندويې ټولنې له لوري لاندې کتابونه هم چاپ شوي ول :
-دکاظم خان شيدا دېوان
-د علي خان دېوان
-د حميد بابا کليات
-ولسي شاعران
-د خدای په کور کې
-خندا روغتيا ده
-د شپېلۍ ترجمان
-نوميالی او شمله ور غازي محمدشاه خان بابکر خېل
-د ماشومانو روزنه د اسلام او غربي پوهانو له نظره
-کاشکي تا ليدلی
-بدل شوی سړی
-هيپاټيټ ويروسونه
د يادغونډې د ويناوو او مقالو برخې تر دوولسو بجو پورې دوام وکړ او دغونډې تر ختمېدو ورووسته ټولو ګډوالو د لغمان د والي محمداقبال عزيز له لوري شوې ميلمستيا کې ګډون وکړ.
له ډوډۍ وروسته د والي له لوري ميليمنو ته تيارې شوې ډالۍ (لونګۍ) او د دانش خپرندويې ټولنې له لوري چاپ شوي کتابونه د ډاليو په توګه ورکړل شول .
ديادونې وړ ده چې تر غونډې مخکې د شنبې پر شپه د((شاعران يو په نغمو يادوو خدای ) په نوم يوه ستره مشاعره هم وشوه چې د لرې او برې پښتونخوا شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول .