کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۹ ۱ )

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۹ ۱ )

د هند په لویه وچه  د افغانانو  حکومت (یو تاریخې ناول۹ ۱ )
سلطان علاؤالدین  خلجیي 
تاسو ددې  ناول  نولسمه برخه  لولئ….
پرلپسې ۳۷
 
دجیتور  په راج محل کې  د جیتور راجه  رتن سین ، رانی پدمنی  او شهزادګۍ  کیتهل  ناست  و او په کومې  مهمې موضو ع  یی خبرې اترې کولې . په دې وخت کې یو ساتونکې  دننه راغې   او راجه  رتن  سین  ته یی وویل، اقا!  دخپلو لښکرو  سالار  پورن  مل   ستاسې خدمت کې  حاضریدل  غواړی  ،  غواړې په کومه مهمه  موضوع    له تاسې سره خبرې وکړی .  راجه رتن  سین ورته  په حیرانونکې  توګه  و کتل  او بیایی ساتونکې ته وویل  چې دننه یی  را ولیږه ، ددې خبرې  سره هغه   ساتونکې  بیرون  ولاړ ، به همدې  وخت کې  کیتهل هم دخپله ځایه پورته شوه   او د یوې  منځنۍ دروازې  څخه بیرون   بله خونې ته ولاړه .
 لږ شیبه  وروسته پورن مل    هغه  خونې ته را ننوت ، راجه رتن سین هغه دخپل ځان  سره کیناوه، په ډیر  غور اودقت سره یی ورته وکتل   او بیا یی  ورته یی وویل:  ما ته هغه ساتونکې وویل  چې ته غواړې په کومه مهمه   موضوع  له ماسره خبرې  وکړې ، ته په کومه  مهمه  موضوع  غواړې  له ماسره  خبرې وکړې ، وایه  څه خبره ده ؟  پورن  مل   د  لږ څه  فکر او دقت  وروسته  وویل  :
راجه ! په اصل کې خبره داده  چې  د سیمې  حالات  ورځ  په  ورځ  خرابیږی ، ته هم پوهیږې  چې  ستا خورین  راجکنور  ته  سلطان علاؤالدین د  چتوړ   د ریاست حاکمیت  سپارلې دې  اوزمونږ  سیمه  جیتور هم د چتوړ  د  حاکم  تر  حاکمیت  لاندې  راځی . اوس  به په یوه   ډول مونږ د  راجکنور  ماتحت   اوسو . ته په دې هم پوهیږې  چې  ستا  خورین   راجکنور د  سلطان علاؤالدین ډیر زیات مخلص او وفاداره  دې  او دهغه په لښکر کې د سالار  درجه  لرې . او په هیڅ  توګه  به له مونږه  سره  بسپنه او تعاون  و نه کړی . ددې  نه اخوا ،  راجه  ، ته پدې  هم  پوهیږې  چې راجکنور  کمال الدین  خپل  ورور  ګڼی  او هغه به  په هر صورت دا هڅه کوی  چې  کیتهل  د کمال الدین  له پاره  تر  لاسه کړی .
که  څه هم  اوس  څلورو  خواو ته  خاموشې  خپره ده  خو  دا توپان  یو وخت  را  پورته کیداې شي .  راجکنور  دکیتهل په خاطر د چتوړ نه  را وتلې شي  او په جیتور کې پر مونږ باندې حمله کولې  شي . که چیرې  داسې وشول  نو زمونږ  له پاره به  د مصیبتونو  یو ستر  غر  را پورته کړي.
د پورن  مل  ددې خبرو  د اوریدو  وروسته  رتن سین تر یوه وخته  پورې   خاموشه و  بیا یی دهغه په لور په ډیر دقت سره وکتل  او   ترې ویی پوښتل  :
 پورن مله !  لمړۍ  دا ووایه ،  چې که چیرې   راجکنور  پر مونږ یرغل  راوړي  نو مونږ  به څه کوو ؟ دهغه په خبره  پورن  مل  سمدستی  وویل :
 راجه !  ته پوهیږې  چې که  چیرې  راجکنور  په مونږ  حمله وکړی نو ډیر زیات نور  قوتونه  به هم دهغه ملتیا وکړی  ، په دې ورځو کې  کمال الدین  هم په مالوه  کې  د خپل  لښکر  سره پروت  دې ،  په مالوه کې اوس دوه  سترې  لښکر ې  پرتې دی ، یویی د کمال الدین  په  قومنده  کې  او بل یی د  عین الملک  په قومنده کې . سلطان علاؤالدین   عین  الملک  هملته په  مالوه کې حاکم   ټاکلې دې  ، په همدې خاطر  کمال الدین  هملته  د خپل  لښکر سره  پروت  دې . که  چیرې د مالوه څخه په راوتلو سره کمال الدین  زمونږ لورې ته  مخه کړي  نومونږ  ته به ډیر زیات  مصیبتونه  را پورته کړي ، په داسې  حال کې به مونږ  مجبور  یو  چې په  جیتور کې دهغوې  مقابله وکړو  ځکه  دجیتور  نه بیرون   په  را وتلوسره   او ددښمن مخه  نیول  به  زمونږ د ځان وژنې سره برابر وي .
پورن  مل  لږ  څه  ځنډ وکړ او بیا یی وویل :
راجه ! تر هغې  چې زما  ذاتي خیال دې  چې که  چیرې  څوک  هم  پر مونږ باندې  د یرغل کولو هڅه   وکړي  نومونږ باید د جیتور  څخه  ووځو او  نژدې  ځنګلونو  کې پناه واخلو  اوبیا دهغه ځایه ددښمن  په مقابل کې   ګوریلا جګړه پیل کړو  په دې  سره به مونږ دښمن ته کافي  زیان  ورسوو،  خو که د جیتور  دفاع کوو او ددښمن مقابلې ته  مو  راودانګل  نوبیا خو به مونږ  ته ډیر زیات  زیان  ور  رسیږي .
راجه  رتن  سین   سمدستې د پورن  مل  خبره  پرې   کړه  او ورته یی وویل :
پورن  مله ! تر اوسه  پورې  چې تا  څه وویل  زه ورسره  اتفاق کوم ،  مونږ د جیتور  نه بیرون دحمله کونکې دښمن سره  مقابله  نه شو کولې ، زمونږ تر منځ  به  سر د نن  نه دا خبره  پریکړه  شوې  وې  چې کله هم کوم حمله کونکې ځواک  په جیتور  باندې د حملې  له  پاره وړاندې  راتګ  وکړې  نومونږ  به خپل لښکر او تر څنګ  یی څومره  غذایی  مواد  او نور  د اړتیا وړ شیان  چې  څومره  شونې وي له ځانه سره اخلو  او د جیتور  تر څنګ  ځنګلونو ته به  پناه  وړو  ، نو که چیرې  بیا هم دښمن  زمونږ سره د ټکر کولو  اراده  درلوده   نومونږ  به دهغه  سره  خپل  جنګ جاری  ساتو اودخپل خوندي پاته کیدو  له پاره  به ځان  چمتو کوو.
په دې وخت کې  پورن مل  څه  فکر وکړ   اوبیا یی بله موضوع  را وڅیړله ،
راجه ْ!  ددې ټولو  حملو څخه  د خوندې پاته کیدو  په خاطر  له ماسره  یو  وړاندیز دې ،  راجه  په حیرانونکې  توګه   پورن  مل  ته  وکتل   اوبیا یی ترې وپوښتل  :
پورن مله !  ستا سره کوم داسې وړاندیز را پیدا شو  چې په هغې باندې  د  عمل کولو په صورت کې به مونږ د بیرونې  یرغل  څخه  خوندی  پاته شو .
راجه !  تاسې  پوهیږئ  چې  کله چې  هم څوک  پر مونږ  حمله وکړی،نو که دا حمله کونکې  راجکنور  وي یا کمال الدین ، نو په  جیتور به دا حمله د کیتهل د لاسته  راوړو په  خاطر کوی، هغوې په هر صورت  کیتهل تر لاسه کول  غواړي ، نو  که  چیرې  ته  د کیتهل واده زما  سره وکړی  ، نوبیا به   دا خلک  ناهیلی  شي  ، اوس  څرنګه  چې    شهزادګۍ  کیتهل  پیغله ده ، نو هر څوک  به   د کمال الدین  له پاره دهغې د  تر لاسه کولو  هڅه کوي . او په دې توګه  به  یرغل  راوړې او  جیتور  ته به پوره  زیان  ور سوی . زما په فکر  چې  د شهزادګې  کیتهل  واده  ژر تر ژره  زما سره  تیار کړئ ، نوبیا خو به  نه یواځې کمال الدین  بلکه دهغه  ملاتړی  هم  ددې کار څخه  نا هیلی  شی. اوکیتهل  به دهغوې  له پاره یو بې کاره شې وګرځی . ځکه چې هغه به زما  ښځه او زما  د ژوندملګرې  ګرزیدلې وی. کمال الدین  به هم دهغې  دتلاش  څخه  لاس واخلی .   او کله  چې کمال الدین دهغه  تر لاسه کول  پریږدی  او هغه له یاده   و کاږي  نو زما خیال دې  چې نه خوبه راجکنور  د جیتور په لور مخ کړی او نه به سلطان علاؤالدین  پر مونږ د حملې کولو  هڅه  اوهاند وکړي . دا  زما  یو  وړاندیز و  چې زمونږ  له پاره ګټه ور  ثابتیداې شی .  پورن  مل دا  وړاندیز په ډیر شوق  سره ، به  داسې  حال کې  چې بیا بیا یی د راجه  رتن  سین  او راني پدمنی  سترګو ته په غور سره کتل ،  دهغوې  تر مخ   وړاندې  کړ .
د پورن مل د دې  وړاندیز په اساس  راجه  رتن سین  په سوچونو کې ډوب  شو ، دهغه سر  ټیت  و  په همدې وخت کې  راني پدمنی  سمدستې دا چوپتیا ماته کړه   او ویی ویل :
پورن  مله !  ددومره  بیړې او عجلې  احساس مه کوه   ، ته هم په دې خبره باندې ښه خبر یی چې  شهزادګۍ  کیتهل د کمال الدین  سره  بې حده  محبت  او مینه کړې  او اوس  یی   هم کوی   .   دغه مینه ، دغه محبت او دغه  غوښتنه دهغه دزړه  څخه ویستل ، دومره  اسانه خبره نه ده . زه  ورپسې نښتې یم  چې  کلار  کلار  دا  مینه  دهغه د زړه څخه را وکاږم . زه  هیله لرم  چې یوه  ورځ به زه  په دې بریالۍ شم  چې د  هغه  د زړه نه دکمال الدین  سره مینه اومحبت  را وکاږم  نو بیا به هغه له تاسره  په واده کولو باندې  تیاره  شي . پورن مله ! که  چیرې  اوس  په دې وخت کې   مونږ په زور کیتهل  له تاسره واده کولو ته مجبوره کړو  نو کیتهل  به  په  دې واده باندې  رضایت و نه ښیي ، انکار  به وکړې ، اوکه په زوره  مو دا  کار وکړ  نو هغه ځان  وژنه هم  کولې شی  او یا په کومه مناسب وخت کې  د تیښتې  هڅه هم کولې شی .
په دې خبره  سمدستې پورن مل  وویل :
راني پدمني ! تر هغې  چې  د  شهزادګۍ  کیتهل د تیښې  پورې اړه لری  نو دا کار به هیڅکله هم و نشي ، ما خپل څه خاص خلک   دهمدې کار  له پاره ټاکلی  دی ، او هغوې  شپه او ورځ په  شهزادګۍ  کیتهل  باندې  څارنه کوی. کله  چې هم  شهزادګۍ  ددې محل  څخه د ځان ویستلو  هڅه وکړې  ، نو   راني پدمني !  زه تا ته ډاډ درکوم  چې  دهغې  هره  هڅه  به دناکامۍ سره مخ شي .  ترهغې  چې  د کمال الدین سره دهغې د مینی  پورې  اړه لری  نوهغه  زه  هم منم . او که چیرې  ته په ریښتیا هم  دهغې  څخه د کمال الدین مینه  اومحبت  ویستلو کې  هڅه کوی،  نو ددې  اړخه زه ستا ډیر  ممنون اومشکور یم. اوانتظار  درته  کوم . که چیرې  شهزادګۍ  کیتهل  په خپله خوښه  له ما سره واده کول  غواړي  نو دا به زما خوش  قسمتی وی، راني پدمني !   ته  چې  د هرڅومره  وخت  له  پاره  د شهزادګۍ  دقناعت  له پاره  وخت  غواړ ې  زه به همغومره وخت  انتظار وکړم ، که په دې وخت کې چا  په جیتور  باندې د  یرغل کولو هڅه  وکړه  نو بیا به مونږ د جیتور  څخه وځو او د  جیتور په ځنګلونو کې به دهغوې  مقابله کووی . زه هیله لرم  چې مونږ  به هلته خوندې پاته شو . په همدې وخت  کې  پورن  مل د خپله ځایه را پورته شو  ، هغه غوښتل چې رتن سین او راني پدمني ته  نور څه هم ووایی  چې  په دې وخت کې هماغه  ساتونکې  چې د پورن مل د راتلو خبر یی راوړې و  ، یوځل  بیا خونی ته  را ننوت   او راجه  رتن  سین ته یی  وویل :
مالکه ! ستا  دخورین  راجکنور  له اړخه  درې کسه  سواره  راغلی دی ،  ما هغوې  بیرون  تم کړی دی ،هغوې غواړې  ستا  حضور ته راشي او  د راجکنور  کوم مهم  پیغام تاسې ته  در ورسوي .
پورن مل  لږ څه  فکر  وکړ  او بیرته په خپل ځاې کیناست . راجه رتن سین خپل ساتونکې ته   وویل :
د راجکنور  له اړخه  هغه راغلی  قاصدان  ماته را  ولیږه ، تر څو  زه  وپوهیږم  چې  هغوې  زما له پاره څه پیغام لري ، ایا  زما خورین  ماته داپیغام  راکول غواړي  چې  څرنګه  چې اوس  هغه د چتوړ  نه علاوه  زمونږ د سیمی  جیتور  حاکم  هم  ټاکل شوې دې  نو هغه  غواړې  چې زه دهغه  مطیع او فرمانبرداره  وګرځم . یا دا  چې زما له پاره دا حکم  کوی   چې  زه  چتوړ ته  ورشم  اودهغه تر مخه د  فرمانبردارۍ  اواطاعت   څرګندونه وکړم . په هر صورت  قاصدان  را ولیږه ، زه  به دهغوې  سره خبره وکړم  او وبه ګورم  چې هغوې  څه وایی .دهغه په خبره  دا ساتونکې بیرته ووت .  لږه  شیبه  وروسته درې  قاصدان  دننه  راغلل .هغوې  خپل سرونه ټیت کړل او راجه رتن سین ته یی  تعظیم وکړ . بیا راجه  رتن  سین  هغه  قاصدانو ته وویل :
زما ساتونکې ما ته وویل  چې  تاسې  زما دخورین  راجکنور  له اړخه د چتوړ  څخه راغلی یاست . ووایاست تاسې څّه  ویل وغواړئ ؟ دهغه په دې خبره  ددې  درې واړو  څخه  یو  یی   راجه  رتن سین  ته مخ کړ او ورته یی وویلې :
مالکه ! مونږ ته ستا خورین  ، دلته د راتلو سره  ستا په نامه دا  پیغام  راکړې دې چې  د جیتور شهزادګۍ کیتهل د سلطان علاؤالدین د لښکر د ستر سالار  کمال الدین  کوژده  شوې ښځه ده ، اودا خبره ددهلي د ټولو خلکو څخه علاوه  د نورو  ځایو خلکو ته هم ډاګیزه شوې ده  چې کیتهل کمال الدین سره مینه  لری اوکمال الدین د کیتهل غوښتونکې دې. او دواړو   خپل ځانونه  یو بل ته وقف کړی دی. په دې خاطر راجکنور مونږ ته دا پیغام را کړې دې  چې مونږ  ستا خدمت کې  وړاندې کړ ،  تاسې باید کیتهل  مونږ  ته  را وسپارۍ  تر څو په  پوره خوندی توګه یی  چتوړ  ته  یوسو اوهلته یی د راجکنور  په دربار کې  حاضره کړو.
د راجکنورله اړخه   د راغلیو  قاصدانو په دې خبرو  باندې  تر هغه  چې  راجه رتن  سین او راني پدمنی ډاډمنې وې نو د پورن مل  څیره اومخ د  غصې اوقهر نه تک  سور کیده . بیا هغه په ډیر  جوش او جذبی سره  قاصدانو ته وویل
راغلیو  قاصدانو! هغه څه  چې زه یی درته ویل غواړم  په  غور سره واورئ ، که څه هم راجکنور په خپله  هم  راجپوت  دې  خو هغه  غوښتنه  چې هغه  له مونږه  کړې ده هغه ډیره  نامعقوله او نا مناسبه ده . مونږ  راجپوتان  قاتل  ته د قتل   د ادب   ورښوونکې یو ، مونږ دخپلو دښمنانوپه مقابل کې  د وریځو د غرهار ، د توپان  د شور  او دزیړ  سمندر په  شکل کې  را پورته کیږو . مونږ د خپلو لوڼو  ابرو  او حفاظت  د خوندی  ساتلو  له پاره  تل مستعد  اوتیا ر   اوسو . اوهغه  خلک  چې زمونږ د پت او عزت  پسې وې   دهغوې  ټولې  هڅې   له منځه وړو ، زمونږ  نجونې  زمونږ  دتهذیب  او  زمونږ د ثقافت    په غیږ کې  زمونږ  له پاره  درڼا  وړانګې دې…..
پورن  مل تر دې ځایه  ډیر څه وویل  خو بیا  یی  خاموشي اختیار کړه  او بیا یی د لږ  څه فکر څخه وروسته قاصدانو ته وویل :
راغلیو  قاصدانو !  زه تاسې ته  اوس  څه نه وایم . ځکه  چې تاسې  ټول د مخونو  اولباس  څخه  هندوان  معلومیږئ ، نو زمونږ به وړاندې تاسې د عزت   خاوندان یاست .مونږ  خپل عزت او پت  تاسو ته نه شو حواله کولې و چې هغه  کمال الدین ته ورسوئ ، راجکنور ته  ووایاست  چې شهزادګۍ دهغه  خور ده اودا  به دهغه  له پاره هم دشرم  وړ  وی  چې هغه دخپلې خور کیتهل  واده  د یو مسلمان کمال الدین سره وکړی. پورن  مل  یوځل  بیا  تم شو  اوبیا یی قاصدانو ته وویل :
 ایا ددې نه اخوا تاسې  نور څه  دویلو  له پاره لرئ ؟  ایا راجکنور تاسې ته دا هم  ویلی  دي  چې که چیرې  شهزادګۍ  یی  له تاسې سره  را و نه لیږله   نوبیا  به تاسې څه وایاست ؟  دهغه په دې خبره باندې بل  قاصد وویل:
پورن مله !   د ویلو له پاره خو له مونږه  سره ډیر څه شته ، خو که د راجکنور  پوره پیغام مو تاسې ته واوراوه ، نو ته به د پخوا  څخه  نور هم  په دوو پښو  و دریږې. خومونږ  داسې کول نه غواړو ، پورن مله !  راجکنور خو مونږ ته  تردې ویلی    چې  که چیرې  شهزادګۍ  کیتهل یی تاسې ته  حواله نه کړه  نوبیا چې کوم  وینه تویونکې  پایلې مخ  ته  راځی  نو دهغه  مسؤلین  به  همدا  پورن مل او مادهوراې  وې  نو په  دې خاطر  راجکنور دا  اراده لری  چې که چیرې  کیتهل ته کوم زیان  ورسیده نوبیا  ستا او مادهوراې  پر خلاف  حتما اقدام کوي .
پورن مل ددې خبرو څخه نور هم زیات  په غصه شو .اودغصې په حال کې یی وویل :
که چیرې معامله همداسې وی نو ولاړشئ  د راجکنور  په  لور  ، بیرته وګرځئ  اوهغه ته  دا  پیغام ورکړئ   چې  ډیر ژر  به دپورن  مل او  شهزادګۍ کیتهل  تر منځ واده وشی،که چیرې په هغه کې  څه همت اوجرئت وی نو ددې واده  مخنیوې دې وکړي  ،که چیرې  هغه پر مونږ باندې  ډیرغل  کولو هوډ وکړي  نو دهغې پایلې به ډیرې زیاتې خطرناکې  او وینه تویونکې وي . نور نو مونږ نه غواړو  ستاسې څخه نور  څه واورو . تاسې درې واړه  تللې شئ ، ددې خبرې  سره  درې واړه  قاصدانو په ډیره ناهیلۍ  سره  د رتن  سین  او  راني  پدمني  په لور کتل،کله چې دهغوې  څخه  یوه  یی هم کوم عکس العمل  و نه ښود  نو هغوې په ډیره مایوسئ سره دهغې خوني  څخه ووتل، دهغوې پسې وروسته  پورن  مل هم دهغه ځایه ووت .
۳۸
راجکنور اودهغه ښځې کولاب  دیوی   د چتوړ  د محل  په کوچنې  شانته باغ کې  قدم  واهه ،  په  دې وخت کې لمر دپریوتو په حال کې و   چې یو ناڅاپه  راجکنور  حیران  ودرید.  هغه  د  دچتوړ  د قصر  دد روازې په  لور وکتل او خپلې ښځې ته یی وویل :
کولاب  کولاب  !  د دروازې  په لور وګوره ، کله  چې کولاب  دیوی  د دروازې په  لور وکتل  نوهغه هم حیرانه  پاته شوه  ځکه  په  همدې وخت کې کمال الدین د خپله آسه  را کیوت . په دې وخت کې  کولاب  غوښتل  راجکنور ته  څه ووایی  چې د هغه  نه مخته راجکنور   د مرکزې  دروازې په لور  ورمنډه کړه   اوکولاب ته یی وویل . کولاب   ته   هم دلته و دریږه  ، زه  به کمال الدین له خپله ځانه سره همدلته راوړم .
راجکنور  په  یوه منډه  د قصر  دروازې  ته  ورسید  ، مخته  ورغې  او تر ټولو  اول   په  ډیر  جوش اوخروش   سره  کمال الدین  ته ورغاړې وت  ، بیا  یی  یوه ساتونکې  ته  حکم وکړ  چې د کمال الدین  اس   اخور ته  یوسې ، بیا یی کمال الدین ته  مخ کړ او  ورته یی وویل :
کمال الدینه  وروره  ! خیریت  خو دې  ، را ځه   دننه  راشه ، ما  اوکولاب  دواړه  ستا  د راتلو د مخه دمحل په  باغ کې     قدم واهه  چې نا څاپه  ته  تر ستوګو شوې ، هلته ووینه  چې کولاب  ولاړه  ده او په ډیره  بیړه  ستا د راتلو انتظار کوي ، ددې خبرې  سره  سم راجکنور  کمال الدین  له لاسه و نیوه  اوهغه لورې  ته یی  یوړه  چیرې  چې کولاب  ولاړه وه . کله چې  دواړه  د کولاب   خواته ور  رسیدل  نوکولاب  څو  قدمه  مخته ورغله ، او په ډیره خندانه  او د مینی  ډکه  توګه  یی  دکمال  الدین استقبال وکړ ، او  ورته  یی وویل :
کمال الدینه  وروره   ،  ته څنګه یی ! دهغې په دې خبره کمال الدین ځواب  ورکړ  چې  ښه  یم .  اوخوشحاله یم  چې تاسې دواړه هم دلته خوښ او خوشحاله  وینم .  هو !  راجکنوره   ، ما غوښتل درته ووایم  چې زه نیغ د مالوه  څخه دلته راغلې یم  ،  زه به دلته ډیر نه تم کیږم ، ما یواځې  غوښتل   د کیتهل  په اړه ستا څخه  معلومات  تر لاسه کړم. ایا د  کیتهل  څه درک  خرک  لږیدلې دې؟ اودهغې   لټون  تر کومه  ځایه رسیدلې دې؟
دهغه په دې  خبره  راجکنور  لږ څه   فکر  وکړ او بیا یی کما ل  الدین ته وویل :
کمال الدینه وروره !  تر هر څه لمړۍ  دا ووایه  چې ته  ځانته راغلې یی که څنګه ؟ نه  !  زه  ځانته  نه یم راغلې  ،  کمال الدین  ورته  وویل ، زما سره  څو کسه   ساتونکې  هم شته . هغوې د ښاره  بیرون   دې .  زما   ساتونکو      ستا د لښکریانو د څو کسو  دوستانو سره لیده کاته  وشول  ،هغوې هم ددهلي  څخه را غلې . هغوې  یو دبل پیژندګلوې  وختل ، په دې خاطر هغوې د  همغه دوستانو سره  د فوځی  قرارګاره  په  لور ولاړل . راجکنوره  !  زه باید  سمدستې بیرته  مالوه  ته و ګرځم ، ځکه  چې  سلطان  علاؤالدین  په  دکن او دیوګړ  باندې د حملې کولو حکم کړې دې .   دهمدې  هدف  له  پاره ملک  کافور د یوه ستر  لښکر سره یو ځاې ددهلی  څخه دې لورې ته  حرکت کړې دې . هغه به لمړۍ مالوه ته راځی اوبیا  به د مالوه  څخه  زه او عین الملک دهغه  سره یوځاې     هغه   لورې ته  کوچ کوو . مونږ  ددې  مهم   له پاره د ګجرات  حاکم هم  له ځانه  سره اخلو ، زه دلته  یواځې او یواځې د کیتهل د حالاتو د  معلومولو له پاره راغلې یم . دا ټولې خبرې کمال الدین په ډیر  غور او دقت  او پلټونکو سترګو سره  راجکنور  ته  کولې .
کمال الدینه ! تر هغې  چې ته زما ورور  یی   اوکیتهل  زما  خور ده ،  اود ا   زما له پاره  دخوشحالۍ  تر ټولو ستر ځاې  دې  چې تا کیتهل  دخپل ځان  له پاره  دژوند ملګرې   ټاکلې ده  اودهغه  هم   له تاسره مینه کوی، زه دهغې  له ساتنې او  لټون  څخه   غلی  نه یم  ناست . ما  څوکسه  قاصدان  جیتور  ته استولې وو او ما خپل ماما  رتن سین ته پیغام  استولې و   چې  سمدستې دې کیتهل ددې  ساتونکو  سره یو ځاې  چتوړ  ته  را وستوي . خو کله  چې زما  قاصدا ن  هلته  ور  رسیدلې و  نو هلته   پورن مل هم ناست و ، نو په دې خاطر  هغه د کیتهل  د را استولو  نه  ډډه   کړې ده . او تر څنګ  یی دا  اخطار  هم  را لیږلې دې  چې هغوې به زمونږ  مقابله وکړي  او په هیڅ توګه  به کیتهل  پرې  نه ږدې  زمونږ  لورې ته راشي . هغه قاصدانو ته دا هم  ویلی دې  چې  هغه په ډیر ژر  دکیتهل سره واده وکړي.  خو  واوره کمال الدینه ! زما   نوم هم راجکنور دې ،  ما د قاصدانو   نه علاوه   څه نور  کارونه هم د  خپلې خور کیتهل د راپیداکیدو په خاطر  تر سره کړې  دې . په  خداې  سوګند  چې  د ورځی  په  فکر ونو او دشپې په خوبونو  کې هم د  کیتهل  د راپیداکیدو   پسې  زما ذهن   مصروف وی .   کمال الدینه !  ته زما ورور  یی! تر هغه چې کیتهل  را پیدا  نه کړم  ، زه به  په لوړه  سینه ستا مخې ته رانه شم . زما وروره  ته ډاډمن اوسه ، زه به کیتهل خامخا  را  وړم ، اوس  را ځه  چې دننه ولاړ شو ، ګوره  وروره  ! که ته   غواړې  بیرته  ژر  ولاړشې  نو بیا هم خو  یوه  شپه  زمونږ سره  واوسه ، بیا سهار وختی  له دې ځایه  حرکت وکړه ، دشپې  به  ټوله شپه په تفصیل  سره خبرې وکړو  ، کمال الدین هم  د  راجکنور  په خبرو  باندې   راضی  شو  او  غلی  او خاموشه د راجکنور  سره یو ځاې  دننه  ولاړ .  کمال الدین هغه شپه  په چتوړ  کې  وکړه  او په بله ورځ   د خپلو  ساتونکو سره یو ځاې  د چتوړ  څخه د مالوه په  لور  روان  شوې و.
پرلپسې لري …..