کور / شعر / څانګې په سکروټو کې

څانګې په سکروټو کې

څاڅکي


دلته  د  ګل  قبر  ته ، بيا  غوټۍ لوګی  شولې
دلته  کې  مې  وليدې ، څانګې   په  سکروټو کې
دا غيرتي  خاوره مې ،   ډيره    بد نصيبه  ده
هره    قافله    ورته  ،شر راوړي  په څټو  کې
……………………………………………………..


خمار خبرې کوي
………………..
ما  وې  زما  خمار خبرې کوي
چا  به وييل   چنار خبرې کوي
اوس راته  پاڼې د ګل  وغږيدې
اوس راته هر مزار خبرې کوي
په درد کې خوند لټوي غم ښکلوي
دغه  سړی  د  کار  خبرې  کوي
ياد راته  بيا  سکروټې   وشيندلې
باد راته  بيا د  يار  خبرې  کوي
دلته  دې  دم   دورهه اثر  نه کوي
دلته  پاړو  ته   مار  خبرې   کوي
دې ښاري  سيوری د نښتر   ونيوه
دا  غرسنی  د  ښار  خبرې   کوي
د خپل  بې  روحه  مجلسي نه قربان
په   نيمه   شپه  ستار   خبرې کوي
سر راته  بيا  د  قام  تصوير  نيولی
زړه  راته بيا  د   دار   خبرې  کوي
وس  به دې راز ته وايه څوک واي  راز
چې    عندليب    په  جار   خبرې  کوي