کور / تازه خبرونه / مرانشا:ډرون طیارې دوه بریدونو کې څوارلس ووژل شو

مرانشا:ډرون طیارې دوه بریدونو کې څوارلس ووژل شو

د شمالي وزیرسیتان مرکز مرانشا سره نزدې د امریکا دوه بې پیلوټه الوتکو په دوه ګاډیو اووه میزایل توغولي دي چې پکې څوارلس ترهګر وژل شوي دي ـ لمړنۍ حمله میران شمال خوا پروت غلام خان کلي کې په ګاړي ترسره شوې ده چې په ترڅ کې یې شپږ کسان وژل شوي دي ـ د سرچینو له مخې دویمه حمله دته خېل په سېمه کې رامنځته شوې ده چې پکې اته کسان وژل شوي دي ـ په دویمه حمله کې هم یو ګاډې په نښه شوې دی ـ د سرچینو له مخې دواړو بریدونو کې وژل شوي ټول کسان ځایي وسله وال طالبان دي ـ
د بریدونو روسته ډرون طیارې د شپې تر ناوخته په هوا کې موجودې وې چې له وجې یې سېمه کې ویره موجوده ده ـ
د یادونۍ وړ ده چې تېره ورځ یوې امریکايي ورځپاڼې د لوړپوړو امریکايي چارواکو له خلې ویلي و،چې شمالي او جنوبي وزیرسیتان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه سېمه کې موجود طالب وسله وال په تنګ شوي دي او هغوي اوس د بلې قبایلي سېمې اورکزۍ په لور کوچیدونکي دي ـ