کور / z_buitenland_news -- 5 / چودري:د 3 نومبر کړني غير قانوني وې

چودري:د 3 نومبر کړني غير قانوني وې

د سترې محکمې ګوښه کړل شوي چيف جسټس افتخار محمد چودري وئيلي دي چې يو کس په آئين کښې د بدلون راوستلو هېڅ واک نه لري ، پارليمان دي د دريم نومبر د اقدامات نه مني ، که چرته پارليمان د جنرال مشرف د دريم نومبر اقدامات ومنل نو د پارليمان حيثيت به ختم شي ، سندهـ هائيکورټ بار ته په ټليفوني وينا کښې ښاغلي افتخار محمد چودري زياته کړې ده که چرته يوه کس په آئين کښې د ترميم واک ورکړل شي نو د پارليمان حيثيت له منځه ځي ، که داسي اقدامات سم وبلل شي نو بيا به يو پوليس افسر هم په زوره په قاضيانو خپلې پرېکړې تپي ، هغه وخت رانږدې شوى دى چې وکيلان او قاضيان به خپل منزل ته رسېږي.