اسفنديار ولي خان له آصف زرداري سره وکتل

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2008



پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړولو لپاره پر څلور نکاتو باندې اتفاق وکړ ، د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري په اسلام آباد کښې د اسفنديار ولى سره وکتل ، په ملاقات کښې پدغه څلور خبرو اتفاق وشو :


 دواړه ګوندونه به د پارليمان د برلاسيتوب


 ايالتي خپلواکي


 د ترهه ګرۍ په ضد جګړه


عدالتي اصلاحاتو لپاره ددواړو ګوندونو په ګډه کار کول


 د ليدنې وروسته اصف زرداري خبريالانو ته وويل چې پيپلز ګوند د پارليمان د خپلواکۍ لپاره د جمهوري قوتونو سره په ګډه هلې ځلې کوي او پدغه لړ کښې به د نورو ګوندونو سره هم مشورې وکړل شي ، اسفنديار ولى خبريالانو ته وويل چې د اساسي قانون د برلاسۍ او جمهوريت لپاره په ګډه مبارزه کوو.



Copyright Larawbar 2007-2024