کور / z_buitenland_news -- 5 / بيا هم د پاکستان د پالماني ټاکنو په اړه د خبرونو غورچاڼ

بيا هم د پاکستان د پالماني ټاکنو په اړه د خبرونو غورچاڼ



پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړولو لپاره پر څلور نکاتو باندې اتفاق وکړ ، د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري په اسلام آباد کښې د اسفنديار ولى سره وکتل ، په ملاقات کښې پدغه څلور خبرو اتفاق وشو :



دواړه ګوندونه به د پارليمان د برلاسيتوب


 ايالتي خپلواکي


 د ترهه ګرۍ په ضد جګړه


عدالتي اصلاحاتو لپاره ددواړو ګوندونو په ګډه کار کول


 د ليدنې وروسته اصف زرداري خبريالانو ته وويل چې پيپلز ګوند د پارليمان د خپلواکۍ لپاره د جمهوري قوتونو سره په ګډه هلې ځلې کوي او پدغه لړ کښې به د نورو ګوندونو سره هم مشورې وکړل شي ، اسفنديار ولى خبريالانو ته وويل چې د اساسي قانون د برلاسۍ او جمهوريت لپاره په ګډه مبارزه کوو.




انتخابي کمپاين درې ارب کالدارې خرڅولو باوجود چودريانو انتخابات ونه ګټل:


 د مسلم ليګ ( ق ) د پلويانو لخوا څرګنده شوې ده چې چودريانو د انتخابي کمپائن په ترڅ کښې يواځي پر ميډيا باندې د خپلو اشتهاراتو لپاره تر درې ارب کالدارو زياتې خرڅې کړې ، دغه خرڅ د اشتهاري بورډونو ، پوسټرانو او د الوتلو د لارې راغورځولو پاڼو سېوا دۍ ، خو دلته د حيرانتيا خبره دغه ده چې د مسلم ليګ ( ق ) په انتخابي مهم کښې د چودري شجاعت او چودري پروېز الهى پرته بل کوم مخ ولس ونه ليدلۍ.



 د ترهه ګرو هڅې شنډې کړې شوې

 د کورنيو چارو لنډ محاله وزير حامد نواز خان ويلي دي چې په ټول هېواد کښې د سختو امنيتي تدابيرو له امله د ترهه ګرو هڅې شنډې کړې شوې ، اوس به د ترهه ګرۍ هېڅ پېښه رامنځته نشي خو په قبائيلي او سرحدي سيمو کښې د ترهه ګرۍ پېښې کېدلې شي ، د کورنيو چارو وزير زياته کړې ده چې د سترې محکمې ګوښه شوۍ رئيس افتخار محمد چودري نظر بند ندى ، خو ددۀ په شمول درې قاضيان تر اوسه پورې سرکاري کورونو باندې قبضه کړې ده ، اسلام آباد کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال حامد نواز خان زياته کړه چې هېواد د ترهه ګرو څخه صفا کړل شو، چې د هغه بېلګه په محرم او انتخاباتو کښې کلک امنيتي تدابير او په لوړه کچه د ترهه ګرو نيول دي ، اوس ترهه ګر تښتېدلو ته اړ شوي دي ، خو په قبائيلي سيمو کښې يې اوس هم ځالې موجوده دي ، چرته چې له دوى سره بهرنۍ مرستې کېږي ، د هند استخباراتي شبکه ( را ) هم پدې کښې لاس لري ، په هېواد کښې د مستقل امن په خاطر شپږ نکاتي تګلاره جوړه کړل شوې ده چې تر مخه يې د ترهه ګرو پناه ځايونه موندل او له منځه وړل ، په قبائيلي سيمو کښې بهرني او ملکي ترهه ګر د مقامي خلکو په همکاري سره ايستل ، په قبائيلي او سرحدي سيمو کښې پر ترهه ګرو باندې د بهرني مرستې لارې تړل ، د علماء او ميډيا د لارې ولس د ترهه ګرۍ په ضد خبرول ، او دغه ګمان ختم کول چې مذهبي ډلې په ترهه ګرۍ کښې لاس لري ، او په شپږمه نقطه کښې سياسي ګوندونو ته د ترهه ګرۍ په ضد ګډه تګلاره غوره کولو باندې ټينګار شوى دۍ. 
 
( مولانا فضل الرحمان)له پالمانه بهر به خپل ږغ اوچتوو


د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې په انتخاباتو کښې چې د متحده مجلس عمر سره څه وشو د هغه نتيجې به ولس ډېر زر وويني ، خو زۀ د انتخاباتو پائيلې منم ، د لاهور څخه په خپر شوي بيان کښې مولانا فضل الرحمان زياته کړې ده چې ولس کوم کسان ټاکلي دي هغوۍ ته د حکومت جوړولو حق ورکول پکار دى ، متحده مجلس عمل به د حق غږ په پارليمان څخه بهر پورته کوي ، د اسلامي نظام د آئين د سر لوړۍ او جمهوريت د غښتلي کولو لپاره مبارزه جاري ساتو.
 
دبشر حقوقو نړيوال سازمان پالماني ټاکني شفافي وبللې


 د بشري د حقوقو نړيوال سازمان هيومن رائيټس کميشن په پاکستان کښې د اتلسم فبروري پارليماني انتخابات په امنناکه غير جانبداره او شفاف وبلل ، د کراچۍ څخه په خپر شوي مطبوعاتي اعلاميه کښې وئيل شوى دى چې د بشر د حقوقو د نړيوال سازمان څارندويې ډلې د انتخابي عمل جاج واخست ، ددغه هيئت مشري ډاکټر محمد شاهد امين خان کوله او پنجاب ، بلوچستان او صوبه سرحد کښې هم د انتخاباتو جاج واخستل شو ، د انتخاباتو په لړ کښې د هېڅ يوه پولنګ سټيشن څخه د حکومت په ضد نيوکې ونه شوې که څه هم په ځينو ځايونو کښې خونړۍ پېښې وشوې خو په مجموعى توګه حکومت او انتظاميې خپل کردار تر سره کړ.
 
شېرپاو:د حکومت سره ګډ کار يا اپوزيشن پريکړه به وروسته وشي


د پيپلز ګوند ( شيرپاؤ ) ډلې مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ وايي چې په حکومت کښې ورګډيدو او يا په اپوزيشن کښې کيناستلو پرېکړه به د ګوند د غړو سره د مشورو پس کوم ، بلخوا ته په صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ ( ق ) ايالتي مشر اميرمقام ويلي دي چې مسلم ليګ ( ق ) به په سرحد حکومت کښې د اپوزيشن کردار ادا کړي ، د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب احمد خان شيرپاؤ زياته کړې ده چې په صوبه سرحد کښې هېڅ يوه ګوند واضح اکثريت ترلاسه نکړ ، د حکومت جوړونې په حقله ګوند هغه پرېکړه کوي چې کوم د صوبې په ګټه وي ، خو امير مقام بيا وايي چې انتخابات په سمه توګه شوى دى او د سرحد نوي حکومت په مخکښې به خنډونه جوړ نکړاى شي خو د سرحد حکومت پر تېروتنو به نيوکې ضرور کوي.
 
مشرف:د استعفا ورکولو نيت نه لرم


د پاکستان ولس مشر پروېز مشرف وايي چې په انتخاباتو کښې د اپوزيشن ګوندونو د برلاسي کيدو برسيره د استعفا ورکولو هېڅ اراده نه لرم ، د سترې محکمې د ګوښه شوى رئيس په شمول د نورو قاضيانو بېرته پر کار کولو هېڅ قانوني لاره نشته ، امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کښې ولس مشر مشرف زياته کړې ده چې خپله ژمنه تر سره کولو سره مې په هېواد کښې صفا انتخابات تر سره کړو ، اوس به نوى مخلوط حکومت او نوى خلک واک ته ورسېږي ، د راتلونکي وزير اعظم په حقله خبره تر وخت دمخه ده ، دغه پرېکړه به سياسي ګوندونه کوي ، ولس مشر زياتوي چې مونږ هغه د ١٩٩٠ د غچ اخستنې سياست پرېښودل پکار دۍ ، تر اوسه پورې چې د نواز شريف ا اصف زرداري سره رابطه نده شوې خو د پاکستان د ښه راتلونکي په خاطر د هر يوه ګوند سره کار کولې شم ، د روغې جوړې سياست پکار دۍ ، عدليه په ښه خپلواکه خپل کار پرمخ بيايي.