کور / تازه خبرونه / سهيلي پښتونخوا:د مجلس عمل کانديد د درغليو تور لګولی دی

سهيلي پښتونخوا:د مجلس عمل کانديد د درغليو تور لګولی دی



 د سهيلي پښتونخوا پر حلقه پى بى شپاړس لورلائى دوه څخه د متحده مجلس عمل کانديد تور لګولۍ دى چۍ زما پر حلقه باندې درغلۍ شوى دى ، انتخاب دي له نوي سره وشي ، په کويټه کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې مولوي امير زمان وويل چې زما په حلقه کښې د استعمال شوو رايو شمېر د سيمې د اوسيدونکو له شمير څخه ډېر زيات دي او دغه شان په لسټونو کښې اندراج غلط شوى دى ، نوموړي زياته کړې ده چې تر انتخاباتو څو ورځې دمخه مې صوبائى انتخابي کمسيون او سيمه ايزې انتظاميې ته خبر ورکړى وو ، خو زما غوښتنو ته هېڅ ځواب ندۍ وئيل شوى ، مولوي امير زمان د نګران حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د لور لائى ددغې حلقې پائيلې دي ودرول شي او دوواري دي ټاکنې وشي.