کور / تازه خبرونه / بغلان:دروشن مخابراتی شرکت ستن وسوزیده

بغلان:دروشن مخابراتی شرکت ستن وسوزیده

تیره شپه مرکزې بغلان دشیخ جلال کوتل په سېمه کې دروشن مخابراتې شرکت یوستن وسوزیدله.
دمرکزی بغلان دامنیتی مسوولینوپه وینا تیره شپه اته بجی دشیخ جلال کوتل په سیمه کې دیادشرکت یوستن وسوزیدله هغه دپیښې لامل دبریښنا شارټی وبلله هغه زیاتوی چی دستنی دسوزیدلو وروسته دروشن شرکت په ټیلفونی اړیکوکی ستونزی رامنځ ته شوی دی.
هغه داخبره ردوی چی ګنی داکاربه چاپه قصدی ډول ترسره کړی وی.
خوداپه داسې حال کې ده چی تیره شپه هم دبغلان ولایت ددوشی ولسوالې دګیله ګی په سیمه کی دافغان بیسم شرکت یوستن دنامعلومووسلوالوله لوری سوزیدلی وه. په نږدی یوه میاشت کې دمخابراتی شرکتونو۴ ستنی په یاد ولایت کې دبیلابیلولاملونو له کبله له منځه وړل شوی خودیاد ولایت چارواکی وایی چی په دی تړاولاتراوسه څوک ندی نیول شوی خودهڅواوتعقیب خبره کوي.