فراه : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | نوومبر 8th, 2010


د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په فراه ولايت کي يې يو طالب قوماندان نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد طالب قوماندان په دې ولايت کي فعاليت کاوه او په همدې سيمه کي به يې پر بهرنيو ځواکونو وسله وال بريدونه کول . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد قوماندان يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024