کور / سپورټي / د افغانستان کرکټ بورډ افغان ای کرکټ لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ افغان ای کرکټ لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ای لوبډلې لپاره شل تکړه لوبغاړي د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه غوره کړي چې د ملي لوبډلې لپاره به په راتلونکې کې ښه مرستندویه لوبغاړي وي.

د ای افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
فضل ځاځی، پامیر حسیني، رحمت شاه، نیاز ولي، عمران ستانکزی، نجیب ترکی، نور الحق، دولت ځدران، علي علي، عبید کنړی، شیر رحمان، نصرت الله قریشي، حمزه هوتک، شکور زکي، ضمیر خان، مرادعلي، عبدالله عادل، شیر شیرزی، نویدصائم.

د دې لوبغاړو لپاره د ډیمسبر په دویمه نېټه د ننګرهار په ولایت کې ۱۵ ورځې تمرین په پلان کې نیول شوی دی، افغان کرکټ بورډ د دې لوبډلې روزولو ته د افغان ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم ټاکلی دی، عالم وايي(( دا لوبډله به په راتلونکې دوه کلنو کې په هیواد کې د ستورو په څېر وي، دا لوبغاړي به دې ته جوګه کړم چې د ملي لوبډلې سره په دوه کلنو کې ډغره ووهي)).

افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په دوه میاشتو کې به د دې لوبډلې لپاره په متحده اماراتو کې د دې سیالو لوبډلو سره یوه سیالۍ جوړه کړي، په دې اړه افغان کرکټ بورډ د دې هیواد سره خبرې اترې کړي دي، د اماراتو کرکټ بورډ د افغان کرکټ بورډ د دې پلان ملاتړ کړی او د افغانستان ای لوبډلې ته سترګې په لاره دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبډلې لپآره اوږد مهاله پلان هم رسم کړي چې په راتلونکې به دا لوبډله د پاکستان، سریلنکا، هندوستان او بنګلدیش ای او سیلیو لوبډلو سره لوبې کوي، په دې اړه د دې لوبډلې روزونکی تاج ملوک عالم وايي ((موږ کوښښ کوو دا لوبډله هیڅ کله بیکاره پرېنږدو او هر کله چې لوبډله په لوبو مصروفه وساتل شي ښې لاسته راوړنې لري)).

د ای لوبډلې لوبغاړو ته ځعلند کتنه:
۱: فضل نیازی د پکتیا د لوبډلې سره لوبه کړی، نیازی د دې توان لري چې ښه توپوهنه او توپ اچونه وکړي، نوموړی ښی لاستی توپ وهونکی او تیز توپ اچونکی دی.

۲: پامیر حسیني د لغمان ولایت د کرکټ لوبډلې کپتان پاتې شوی دی، نوموړی منډه جوړونکی دی، په ښی لاس توپ وهنه کوي، پامیر د افغان ۱۹ څخه کم عمره ملي لوبډلې سره په ۲۰۰ز کال کې سفرونه کړي دي.

۳: رحمت شاه د خوست لوبډلې سره لوبه کړي، په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې ډیر ښه ځلیدلی، په لوبډله کې یې دنده توپ اچونه دی او پیاوړی منډه جوړونکی هم دی په ښی لاس توپوهنه کوي، په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې څو ځله پنځوسیزې وهلي همدارنګه په دې سیالۍ کې د ۱۸ ویکټو څخه زیاتې ویکټې تر لاسه کړي.

۴: نیاز ولي د بغلان ولایت د لوبډلې سره یې لوبه کړي، د نوموړي دنده په لوبډله کې مڼدې جوړونه ده، ښاغلی ښی لاستی توپوهونکی دی. نوموړي د ملي لوبډلې سره په هیواد کې ډیرو تمرینونو کې برخه اخستي دی.

۵: عمران ستانکزی د ملي لوبډلې د پیاوړې لوبغاړي اصغر ستانکزي ورور دی، په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د دوو څخه زیاتي پنځوسیزي وهلي دي، د نوموړي دنده په لوبډله کې منډې جوړونه ده.

۶: نجیب ترکی د ننګرهار لوبډلې سره لوبیدلی دی، ترکی په تیزو منډو جوړونه کې نوم لري، د ننګرهار لوبډلې سره لوبیږي د لوبډلې پېل کوونکی منډه جوړونکی دی.

۷: جاوید احمدي د په ۵۰ اوریزې سیالۍ کې د کندوز لوبډلې سره لوبه کوله، احمدي د ملي لوبډلې سره په ډیرو لوبو کې برخه اخستي ده، په لوبډله کې دنده توپوهنه ده، په ښی لاس لوبه کوي په اوږدو لوبو کې ښه رول لوبولی شي.

۸: نورالحق ملکزی په ۵۰ اوریزې سیالۍ کې د کابل د لوبډلې سره لوبه کړي، ملکزی ښی لاستی توپ وهونکی دی په لوبډله کې یې دنده مڼدې جوړونه ده، د ملي لوبډلې سره یې ۳ سفرونه کې برخه اخستې، په ملي لوبډله کې ښه نه دی ځلیدلی نو ځکه په ای لوبډله کې اوس لوبیږي، نوموړی پخوا د افغان ۱۹ کلنو څخه کمر عمره لوبډلې کپتان هم پاتې شوی دی.

۹: دولت ځدران د پکتیا ولایت د لوبډلې سره لوبیدلی دی، په لوبډله کې یې دنده توپ اچونه دی، د دې په اړه ویل کیږي چې اوس مهال یې د توپ اچونې سرعت په ساعت کې ۱۳۵ دی .

۱۰: علي علي د پروان په لوبډله کې یې ډیره لوبه کړي ده، په لوبډله کې یې دنده توپ اچونه ده، ویل کیږي چې نوموړی د افغانستان د ټولو توپ اچونکو څخه لوړ قد لري.

۱۱: عبید کنړی د نوم څخه یې معلومیږي چې نوموړی د کنړ ولایت اوسیدونکی دی، د کنړ د لوبډلې کپتان دی، د ملي لوبډلې سره یې هم لوبه کړې ده، د کنړي دنده په لوبډله کې توپ اچونه ده او کله کله ښه توپ وهنه هم کوي، اوږده شاټونه یې نوم لري.

۱۲:شیر رحمان د پنجشیر ولایت لوبډلې سره یې لوبیدلی، په لوبډله کې دنده توپ اچونه او منډې جوړونه ده، نوموړی تیز توپ اچونکی دی.

۱۳: نصرت الله قریشي د پنجشیر ولایت اوسیدونکی دی او د همدې ولایت د لوبډلې کپتان پاتې شوی دی، په لوبډله کې یې دنده رو توپ اچونه ده، نوموړی چپ لاسی رو توپ اچونکی دی.

۱۴: حمزه هوتک د ننګرهار د ولایت اوسیدونکی دی، په لوبډله کې یې دنده رو توپ اچونه ده، نوموړي د پخوانیو ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره هم لوبیدلی دی.

۱۵: شکور زکي د کابل اوسیدونکی دی، د میدان وردګ لوبډلې سره لوبیدلی دی، ورو توپ اچونکی دی چې په انګریزۍ کې ورته لیګ بریک توپ اچونه وايي. نوموړی د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې برخه اخستي و او ښه ځلیدلی و.

۱۶: ضمیر خان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی د ننګرهار د لوبډلې سره لوبه کوي، ضمیر خان په لوبډله کې دنده توپ اچونه او توپوهنه ده، د ننګرهار په لوبډله کې لومړی په منډو پېل کوي.

۱۷:مراد علي د فریاب ولایت اوسیدونکی دی، په لوبډله کې یې دنده ویکټ ساتنه ده، د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره لوبیدلی دی.

۱۸: عبدالله عادل د ننګرهار اوسیدونکی دی، په لوبډله کې یې دنده توپ اچونه ده، په ولایتي سیالیو کې لوبه کړي او ډیر ښه ځلیدلی دی.

۱۹: شیر شیرزی د کابل اوسیدونکی دی، نوموړي د وردګ لوبډلې کپټاني کوي، د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره ملګری و، په لوبډله کې یې دنده منډې جوړونه ده.

۲۰: نوید صائم د هرات ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی اوس مهال د هرات لوبډلې کپتاني کوي، په لوبډله کې یې دنده منډې جوړونه او رو توپ اچونه ده، صائم په ولایتي سیالیو کې ښه لوبه کړې ده.