کور / تازه خبرونه / د کندهار امنيه قوماندان د پنجوايي د خلکو سره وکتل

د کندهار امنيه قوماندان د پنجوايي د خلکو سره وکتل

نن تر غرمې مخکي د کندهار ولايت د پنجوايې ولسوالى ولسوال او دکندهار ولايت امنيه قومندان سردار محمد ځاځي د نوموړي ولسوالى د قومي مشرانو، سپين ږيرو او عالمانو سره وکتل.
دکندهار ولايت د پنجوايې ولسوال حاجي باران خاکسار په غونډه کي د ګډون کولو څخه خوښي وښوده او وې ويل چي وسله وال کولاى سي چي د سولي په پروسه کي برخه واخلي او د حکومت تر شا ودريږي .
امنيه قوماندان سردار محمد ځاځي پخپلو کي وويل چي دا سفر مو دې ولسوالۍ ته په دې موخه کړى چي تاسو ډېر ځورېدلي ياست ، او د خلکو څخه يې وغوښته چي خپل اولادونه د ملي اردو په ليکو کي شامل کړي .
د سيمي ولسي خلګو پخپلو خبرو کي د حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو د مکتبونو، کلينکونو او سړکونو په جوړولو کي ورسره مرسته وکړي ترڅو ولسوالى په بينادي ډول پر پښو ودريږي .