کندهار : د ماين چاودني ٣ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
عطاالله محمدي
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي نن غرمه دوولس بجې د سړک د غاړي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له امله درو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته . په خبرپاڼه کي راغلي چي پر يادو کسانو د دې ولسوالۍ د پاشمول سيمي د کلاچي په کلي د ماين چاودنه وسوه چي په پايله کي يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . او ژوبل سوى کس د درملني په موخه کندهار ميرويس روغتون ته وړل سوى چي اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل سوى . په خبرپاڼه کي د دې کار پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې خو په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .