کور / تازه خبرونه / هندوستان کندهار والي ته په کرهڼيز نندارتون کي د ګډون بلنه ورکړه

هندوستان کندهار والي ته په کرهڼيز نندارتون کي د ګډون بلنه ورکړه

د هندوستان حکومت کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ته د هغه هيواد په پلازمېنه نوي ډهلي کي د اګرو په نوم د د ټيکنالوژۍ او سوداګريز شرکت له خوا په درې وځني نړيوال کرهڼيز نندارتون کي د ګډون کولو لپاره رسمي بلنه ورکړه.
په کندهار کي د هند هيواد جنرال کونسل وې پېرومال د کندهار والي د کار په دفتر کي له هغه سره نن سهار د خپلي رسمي لېدني پر مهال په افغانستان کي د خپل هيواد د سفير له خوا په ياد سوي نړيوال کرهڼيز نندارتون کي د ګډون لپاره د يوه درې ورځني علمي سفر بلنه ورکول سوه.
دغه درې ورځنى نندارتون چي د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کي جوړېږي په ترڅ کي به يې د هغه هيواد کرهڼيز محصولات، اصلاح سوي تخمونه او په کرهڼيزه برخه کي نوې ټکنالوژي نندارې ته وړاندي سي او د کرهڼي په برخه کي د نړۍ مخ پر ودې د شلو هيوادونو استازي به پکښي ګډون وکړي چي د جاپان، المان، اسټراليا، انګلستان او ايټاليا هيوادو نو مونونه به يې د نمونې په توګه ياد کړو.
والي توريالي ويسا د هند هيواد له بلني مننه وکړه او دا يې يو فرصت وباله څو دى د کندهار د کرهڼيزو حاصلاتو په اړه چي انار او انګور يې نړيوال شهرت هم لري نړيوالو ته معلومات ورکړي او همدار از له يو شمير نړيوالو پوهنتونو سره د کندهار پوهنتون د کرهڼي او نورو څانګو د وصلوني په اړه له نړيوالو ګډون والو سره خبري وکړي .