کور / تازه خبرونه / اوباما د هندوستان سفر پاى ته ورساوه

اوباما د هندوستان سفر پاى ته ورساوه

د امريکا ولسمشر باراک اوباما چي څلور ورځي دمخه هندوستان ته تللى وو، په دې هيواد کي يې نن سهار خپل سفر پاى ته ورساوه.
ولسمشر باراک اوباما له هندوستان څخه د انډونيزيا هيواد ته روان سوئ، چي په کوچنيوالي يې څلور کاله پکښي تېر کړي دي.
ولسمشر اوباما آسيايي هيوادونو ته د خپل لس ورځني سفر پيل د هند له ممبى ښار څخه وکړ او هلته لومړۍ شپه يې د دې ښار په تاج هوټل کي وکړه، چي په ٢٠٠٨ کال وسله وال بريدونه پر سوي وو او ١٦٠ کسان پکښي وژل سوي وو.
ولسمشر اوباما وويل چي په تاج هوټل کي له شپې تېرولو يې موخه دا ده، چي ترهګرو ته وښيي چي دوى کمزوري نه دي او آخر به ماته ورکوي.
اوباما تر ممبى وروسته د هندوستان پلازمېني ډيلي ته ولاړئ، د هندوستان پارلمان ته پر وينا سربېره يې له چارواکو سره ليدني وکړې او علمي موسسات يې وکتل.
باراک اوباما د هندوستان له حکومت سره د ١٤ ميليارډه ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک کړل او هندوستان يې د خپل هيواد يو غټ اقتصادي شريک وباله.
له ولسمشر اوباما سره په دې سفر کي ګڼ امريکايي سوداګران هم ملګري وو او ويې ويل چي هندوستان د امريکايي صناعتونو دپاره يو ښه بازار دئ.
ولسمشر اوباما د هند په سفر کي پر پاکستان نيوکه هم وکړه، چي له ترهګرۍ سره په جنګ کي يې هڅي د ستايلو وړ دي، خو څنګه چي ښايي هغسي چټکي نه دي.
ولسمشر اوباما به تر انډونيزيا وروسته جنوبي کوريا او وروسته جاپان هيواد ته ولاړ سي.