کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كاشكى چې د ۲۴۹ چوكيو پر ځاى مو ۲۵۷۷ چوكۍ درلوداي!

كاشكى چې د ۲۴۹ چوكيو پر ځاى مو ۲۵۷۷ چوكۍ درلوداي!

دا ټول هيوادوالو ته څرګنده ده چې زمونږ هيواد او ولس په دغو وروستيو دريو لسيزو كې د ځينو كورنيو او بهرنيو ډلو او كړيو د ناوړو موخو په اور كې سوځيدلي او ډيري ستونزي ګاللي دي او لا هم غواړي چې دغه اور ته لمن ووهي او د خپلو موخو لپاره زمونږ د مظلوم ولس پر سر او مال لوبي وكړي، او همدا رنګه هر كله چې د دوي سياسي او شخصي ګټي له يو لړ ګواښونو سره مخامخ شوي نو دوي په دې لټه كې شوي تر څو يوه بله لوبه په پيل کړي او له دغې لارې څخه زمونږ د خلكو ذهنونه مغشوش او پر ځان باندې د لګول شويو تورنو پړه په ځينو دولتي چارواكو او اداراتو باندې وتپي او له يو لړ ننګوونو سره يې مخامخ كړي او ځانونو ته د خلاصون لاره ومومي چې ګواګي د دغو اعمالو، تيروتنو او درغليو عاملين مونږ نه بلكې دوي دي. چې ښه بيلګه يې د ولسي جرګي د دوم ځل ټولټاكني وي چې په ټول هيواد كې  (۲۵۷۷) تنه چې  (۲۱۷۱) تنه يې نارينه او پاتي (۴۰۶) تنه يې ښځي وي د ولسي جرګي (۲۴۹) چوكيو ته ځانونه نوماند كړى ول، چې دغه ټولټاكني د روان كال د وږي مياشتي په (۲۷) نيټه له ډيرو ننګونو او ستونزو سره سره په ټول هيواد كې په آزاده توګه تر سره شوي او هر چا د خپل خوښي نوماندانو ته رايه وركړه، دا ځكه چې دغه ټولټاكني زمونږ د ځوريدلي ولس په ژوندانه كې يوه ستره او برخليك ټاكونكې پيښه وه. تر څو له دغې لارې څخه د راتلونكو پنځو كلنو لپاره د خپل جګړه ځپلى هيواد افغانستان لپاره ملي استازي  وټاكي او دا د دوي پر وړاندې يو ستر ملي ازمون وو چې تر سره يې كړ.
خو له بده مرغه كله چې د ټولټاګنو خپلواك كميسيون له ډير دقت، زيار او د شكايتونو له څيړنو وروسته د برياليو نوماندانو لومړنى پايلي اعلان كړي، د ځينو هغو نوماندانو له لوري چې دوي بريالي شوي ندي او يا  په درغليو كې يې لاس درلود،  د نوموړى كميسيون له لوري د دوي نومونه له لست څخه وغورځول شول او دوي د ټولټاګنو په درغليو تورن وپيژندل شول او كميسيون پريكړه وكړه چې د دوي دوسيي به د لا زياتو څيړنو لپاره د هيواد لوى څارنوالى ته وسپارل شي. نو دوي د خپلو سياسي او شخصي موخو لپاره د ځينو رسنيو له خوا په يو لړ پروپاګندونو او لاريونونو لاس پورې كړ او دغه ټولټاكني يې نامشروع وبللي او د ټولټاكنو پر خپلواك كميسيون يې نيوكي وكړى چې ګواګې دغه كميسيون د دولت په انحصار كې ده او د دولت پر خوښه كار كوي… . چې له نيكه مرغه تيره ورځ  د نوموړى كميسيون له لورې د (۴۱۳) تنه هغه نوماندان چې په درغليو تورن دي او د ولسي جرګي (۶۲) تنه غړي هم په كې شامل دي دوسيي بشپړى او د عدلي او قضايي تعقيب لپاره لوى څارنوالي ته سپارل شوي دي چې له څه مودې راهيسي  زمونږ د هيوادوال هم پدغه تمه ول تر څو هغه نوماندان چې په درغليو لاس پورې كړى تر قضايي او عدلي تعقيب لاندې ونيول شوي تر څو په راتلونكو ټاګنو كې بيا هم دغه ډول نوماندان په درغليو او معامله ګريو لاس پورې نكړي، چې دا اوس د هيواد د عدلي او قضايي اركانونو كار دى چې تر كوم حده پورې د خپل ځوريدل ولس هيلي به پوره كړي.
هوكې قدرمنو هيوادوالو: دا يو څرګند حقيقت دى  كله چې د يوې لوبې لپاره څو تنه لوبغاړي ميدان رادانګي او بيا وروسته له ماتي سره مخ شي نو خامخا به د خپل حريف پر وړاندې په يو لړ تبليغاتو او بهانو لاس پورې كوي تر څو ځان د هغه پر وړاندې ناكام او پرځيدلي و نه بولي چې دا په خپله د هغه پهلوان د حكايت په څير دى چې لوبه يې بايللي وه.
نو اى كاشكي چې په ولسي جرګه مو د ۲۴۹ چوكيو پر ځاى  ۲۵۷۷چوكي درلوداي چې دغو كارپوهو او ناپوهو، ولسداره او بې ولسه، باسواده او بې سواده، سوله غوښوونكو او جګړه مارانو او … ټولو نوماندانو ولسي جرګي ته پرته له كوم قيد او شرط ، صداقت او درغلي، تعصب او تبعيض لاره موندلى واي  تر څو د ټولټاګنو خپلواك كميسيون له لورې دغه اعلان شوي پايلي د دوي ټولو لپاره د منلو وړ واي او د خپلو درغليو او معامله ګريو پړه يې د دولت او نوموړى كميسيون پر غاړه نه واي اچولي.