کور / تازه خبرونه / پکتيا: د شواک ولسوال د ماين چاودني وواژه

پکتيا: د شواک ولسوال د ماين چاودني وواژه

په پکتياولايت کې ديوماين دچاودنې له امله دنوموړې ولايت دشواک ولسوالۍ ولسوال علي اباد ووژل شو.
دنوموړې ولايت دوالي وياند دپيښې پخلى کوي او وايي پيښه دسې شنبې په سهارنږدې اته بجې ددې ولسوالۍ په ابراهيم خيلو سيمه کې رامنځ ته شوې ده .
نوموړى زياتوي علي اباد په داسې حال کې ووژل شوچې له کورڅخه د دندې پرلورې روان وو چې دسړک ترغاړي دځاى پرځاى شوې ماين ښکارشو.