کور / تازه خبرونه / طالبانو پر جومات بريد وکړ، ښوونځى يې وسوځاوه

طالبانو پر جومات بريد وکړ، ښوونځى يې وسوځاوه

وسله والوطالبانو په لغمان ولايت کې پريو جومات بريد کړى او دجومات ښيښې يې ماتې کړي .
دنوموړې ولايت څخه خپور شوى خبرله مخې وسله والوطالبانو لومړى دنوموړې ولايت په الينګار ولسوالۍ کې دزدکوونکو يوښوونځى وسوځاوه اوله هغې څو ساعته وروسته يې پريوجومات بريد وکړ .
دخبر له مخې په بريدکې دجومات ټولې ښيښې ماتي شوي او وسله والو دجومات غالۍ له جومات څخه بهر غورځولې .