کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ افسر او یو امریکایی عسکر ووژل سول

یو برتانوﺉ افسر او یو امریکایی عسکر ووژل سول

د انګلستان د دفاع وزارت لیکی چی د هوایی ځواک یو افسر وړمه ورځ په قبرس کی د خپلو هغو زخمونو څخه مړ سو چی وراوښتي وو . دغه افسر د افغانستان څخه دلته رارسېدلی و خو نور تفصیل یې ورنکړ .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، وړمه ورځ یو امریکایی عسکر په افغانستان کی ووژل سو خو نور تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د انګریزانو تلفات ۳۴۳ ته ورسېدل او د امریکایانو تلفات هم ۱۳۷۳ سول چی ۱۳ یې د نوامبر په روانو ۹ ورځو کی وژل سوي دي .