کور / تازه خبرونه / کندوز:امام صاحب کې ۴اربکیان ووژل شول

کندوز:امام صاحب کې ۴اربکیان ووژل شول

دکندوزپه امام صاحب ولسوالې کې۴تنه اربکیان ووژل شول.

نن سهار د کندوز په شمال کې دګاونډی تاجکستان سره په پوله پرته دامام صاحب ولسوالې په ایشان ټوپ سیمه کې دوسلوالوطالبانو اواربکې ملیشوترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې په پایله کې ۴ تنه دعامه نظم ساتنې ملیشه ووژل شول.

دامام صاحب ولسوال محمدایوب حقیاررسنیوسره په خبروکې دپیښې پخلې وکړ اوزیاته یی کړه چې په یاده پیښه کې ۴تنه اربکیان وژل شوی دی.

خوبل لورته وسلوال طالبانودرسنیوسره په خبروکې ویلی دی چی په یاده نښته کې ۶ تنه اربکیان وژلی او۴تنه نوریی ټپیان کړی دی.

امام صاحب ولسوالې دکندوز ښار شمال لورته نږدی په ۷۰ کیلومترې کې پرته هغه پراخه ولسوالې ده چې کله ناکله په کې ورته نښتې رامنځ ته کیږی برسیره پردې ددغه ولسوالې یوشمیراوسیدونکیو په خبروکې داربکییوڅخه تل شکایت کړی دی چې په خبروېې دوی خلک بیځایه زوری اوځینی وختونه یی دځمکوځنې بې قانونه باج اوقلند اخلی.