دوه وژل سوي پوځیان امریکایان وو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 9th, 2010


امریکایی خپرونه ( ډبلیو . ایم . ټی . ډبلیو ) لیکی چی پرون په افغانستان کی وژل سوﺉ پوځي امریکایی و چی ۲۰ کلن او « انډریو هیچنز » نومېدﺉ .خو نور معلومات یې ورنکړل .
بله امریکایی خپرونه ( سینټر ډېلي ) لیکی چی په یکشنبه وژل سوﺉ خارجی عسکر امریکایی و چی ۳۳ کلن او « ډېل کریډلو » نومېدﺉ او څو ورځی وروسته امریکا ته راروان و خو اجل ټینګ کړ .
په دې سره په تیرو نهو ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۵ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024