کور / تازه خبرونه / تازه خبر: لويي څارنوالۍ د انتخاباتو کمېسون ته ضرب الاجل وټاکئ

تازه خبر: لويي څارنوالۍ د انتخاباتو کمېسون ته ضرب الاجل وټاکئ

د افغانستان لويي څارنوالۍ د انتخاباتو خپلواک کمېسون ته ٤٨ ساعته ضرب الاجل ټاکلى، چي که لويي څارنوالۍ ته اجازه ورنکړي چي په کمېسون کي د درغليو په باب څېړنه وکړي، د قانون له مخي به د انتخاباتو د کمېسون د ټولو غړيو فعاليت وځنډوي.
د طلوع ټلوېزون ويبپاڼي د لويي څارنوالۍ د مرستيال جنرال رحمت الله نظري په حواله وايي، چي د انتخاباتو د کمېسون مشر فضل احمدمعنوي د کورنيو ستونزو له کبله غير حاضر دئ، ځکه يې د ضرب الاجل وخت له ١٢ ساعتونو څخه ٤٨ ساعتونو ته اوږد کړى دئ.
د ښاغلي نظري په وينا د کمېسون رئيس فضل احمدمعنوي د کوم قريب د جنازې او فاتحې په مراسمو بوخت دئ.
د افغانستان لويه څارنوالي غواړي د هغو شاوخوا يو نيم ميليون رايوپه باب څېړنه وکړي، چي د کمېسون له خوا باطلي اعلان سوي دي، خو د انتخاباتو کمېسون وايي دوى په خپلو چارو کي خپلواک دي، لويه څارنوالي حق نه لري چي په انتخاباتي چارو کي لاس وهنه وکړي.
د انتخاباتو پر کمېسون باندي شک دئ چي ښايي د رايو د باطلېدو په پرېکړه کي يې درغلي کړي وي.