کندهار: د طالبانو اکمالوونکى نيول سوئ دئ

34 | نوومبر 9th, 2010


په کندهار کي د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مشر نيول سوئ دئ.
ايتلافي ځواکونه وايي دغه کس چي په کندهار کي يې د طالبانو دپاره د وسلو، بارودو او چاودونکو موادو د اکمالاتو مسئوليت درلودئ، له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيول سوئ دئ.
په خبر پاڼه کي د نيول سوي طالب مشر نوم نه دئ اخيستل سوئ، خو وايي چي نوموړى پنځلسم طالب مشر دئ چي له تيري يوې مياشتي راهيسي په کندهار کي نيول کېږي.
طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024