کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جوابیه از طرف اداره امور و دارالانشای شورای وزیران

جوابیه از طرف اداره امور و دارالانشای شورای وزیران

 د لراوبر يادونه :  د لاندنۍ ليکني د ليکوال او نورو ټولو هغو لوستونکو څخه چي د لراوبر په بلاګونو کي د خپرونو په اړه نيوکه ولري، هيله کوو چي خپلي نيوکي او نظريات د اړوند بلاګ چلوونکي ته د هغوى پر خپلو پتو باندي ولېږي. د دې ليکني ليکوال نه په قانوني او نه هم په اخلاقي لحاظ د لراوبر پر خپلواکي ادارې د دې ليکني د خپرېدو د امر حق لري، خو دغه ليکنه ځکه خپروو، چي يو څه اصلاحي بڼه لري.

لراوبر په لس ګونو کسانو ته بلاګونه جوړ کړي دي، چي هر يو يې د خپلو ذوقونو مطابق بېلابېل کلتوري ، ادبي او سياسي مطالب پکښي خپروي ، د منځپانګو مسوليت يې د چلوونکو پر غاړه دی  . د زياتو معلوماتو لپاره د لراوبر ويبپاڼي د تګلاري اتمه ماده وګورئ .




 لاندې لیکنه د دې لیکنې په ځواب کې (څومره چې مکار او غدار کرزی په قدرت کی پاتېږي هغومره به د افغانانو ٍ((پښتنو)) غمیزه پسې اوږدېږي) چې د (لر او بر افغانستان) په ویب پاڼه کې خپره شوې، لیکل شوې ده؛ له دې امله د قانون مطابق یې په خپرولو اقدام وکړﺉ .



د ناسمو معلوماتو پر بنسټ، لیکنه مه کوﺉ


د (څومره چې مکار او غدار کرزی په په قدرت پاتېږي هغومره به د افغانانو ٍ((پښتنو)) غمیزه پسې اوږدېږي)  تر عنوان لاندې مطلب کې چې د ( لر او بر افغانستان) په ویب پاڼه کې مو د اکتوبر په پنځه ویشتمه نېټه خپره کړې ده.
 په ځواب کې باید ولیکو، کاشکې لیکوال د دې متن د لیکلو پر مهال رسنیز فرهنګ ته پاملرنه کړې وای او خپله نیوکه یې په حرفوي ژبه طرحه کړې وای. د توهینوونکو جملو او اصطلاحګانو کارول د هیڅ با فرهنګه او پوه لیکوال له شان سره نه ښایي او باید له دومره ناپوهۍ سره هغه تر سره نه کړي.


په هرحال لیکوال د افغانستان له قومي جوړښت څخه په ناسم او ناسالم درک او له تعصب څخه په ډکې بڼې او پرته د سند له وړاندې کولو څخه د چارو ادارې د لوی ریاست په پته ناروا تورونه لګولي او لیکلي دي. د مثال په توګه: هغه ادعا کړې ده چې له اووه کسیز لست څخه چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري د جمهور رئیس د تایید لپاره استول شوی ؤ، دوه تنه له هزاره قوم څخه تایید شوي او څلور نور کسان چې له پښتون قوم څخه وو له مقررېدو څخه پاتې شوي دي.
لیکوال په دې اړه پرته له تحقیق او د ناسمو معلوماتو پربنسټ، د هېواد پر لوړ پوړو چارواکو له دروغو، تور او توهین څخه ډکه ادعا کړې ده، په داسې حال کې چې موجود سندونه د چارو په اداره کې ښیي چې هېڅ یو له هغو افرادو څخه چې د سوداګرۍ د وزارت له لوري د مقررېدو په مقصد استول شوي وو، د هزاره له قوم څخه نه وو.
له دې اووه کسیز لست څخه درې تنه مقرر شوي چې له تاجک قوم څخه دي او لوړې زده کړې لري. ښاغلی یما اکرمي د ادارې او سوداګرۍ د لیسانس سند لري چې د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت کارکوونکی دی او په بېجینګ کې د سوداګریزې اتشي په توګه مقرر شوی دی.  ښاغلی محمود الیاس په اقتصاد کې د لیسانس سند لري او د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت کې د څلور کاله کاري سابقې لرونکی دی، چې په قزاقستان کې د سوداګریزې اتشې په توګه مقرر شوی دی. ښاغلی امیرحمزه صحرایي د انجینیرۍ د لیسانس سند لري چې د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت کارکوونکی دی او په تاجکستان کې د سوداګریزې اتشې په توګه مقرر شوی دی.
همداراز باید وویل شي چې دا مقررۍ د اړوند وزارت د کاري لایحې مطابق ترسره شوي او د هغو افرادو مقررۍ چې منظورې شوې نه دي د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت کارکوونکي نه وو او یا د دندې په اړه یې لوری زده کړې نه لرلې.
له بله پلوه هغه افراد چې تایید شوي دي د هغو کارکوونکو پرځای تللی چې د خدمت درې کلن میعاد یې له هېواد څخه بهر پای ته رسېدلی دی.
د دې ډول مطلبونو له خپرولو څخه کولای شوو دوو پایلو ته ورسېږو. لومړی دا چې دا افراد غواړي په زېرکۍ او د پردیو په لمسون، په هېواد کې د مېشتو ورونو قومونو ترمنځ د ورورۍ او یووالي فضا ګډه وډه کړي او یا دا چې په ناپوهۍ او په احساساتي توګه د هېواد د دښمنانو د ناروا تبلیغاتو تراغیزې لاندې راغلي او بې خبره له دې چې دا څرګندونې ترکومه بریده کولای شي د قومونو ورورګلوۍ او دوستۍ ته زیان ورسوي، په دې ډول ناسمې تورلګونې لاس پورې کوي.
په هغه صورت کې چې لومړی مورد سم وي د هر افغان مکلفیت، د دې خاوری له دښمنانو سره چې د نفاق خپرولو او د پردیو د ګټو د تامینولو اراده لري، معلوم دی. مګر که دا ډول اشخاص ناخبره او ژر باور کوونکي وي، باید له هغې رسنۍ څخه چې دا ډول سطحي، له حقیقت څخه لرې او توهینوونکې لیکنې خپروي، ګیله وشي. غوغا اچول او دروغ ویل د یوې رسالتمندې او معتبرې رسنۍ کار نه ؤ او نه دی؛ ځکه چې حقیقت ویل او روښانه کول د رسنیو دنده وي او له دې اصولو څخه لرې والی د بیان له ازادۍ څخه ناوړه استفاده او له ځان او د افغانستان له خلکو سره خیانت دی.
له دې امله له هغې محترمې رسنۍ څخه هیله کېږي څو لومړی د هغو ادعاګانو او تورونو له سموالي او ناسموالي، څخه چې خپروي یې، ډاډ ترلاسه کړي او وروسته له هغه څخه د هغو په خپرولو اقدام وکړي څو د چارو د اصلاح لپاره ګټورې واقع شي.