کور / د ډيورنډ کرښه / د نوامبر ۱۲ د ډيورنډ لاين د خيالي کرښي يو سل اولسم تلين

د نوامبر ۱۲ د ډيورنډ لاين د خيالي کرښي يو سل اولسم تلين

احمدشاه ابدالي جرګه

اعلاميه


د نوامبر د مياشتې پر ١٢ نيټه د “ډيورند لاين” د خيالي کرښې يو سل اولسم تلين دى.

د ګرد افغان ملت تر څنګ له هيواد څخه بهر مېشته افغان سياسي خوځښتونه اوټولنې، د مظاهرو اواعتراضونو په ترڅ کې،تصمميم لري له خپل وجود  څخه د دې ظالمانه چړې د لري کولو لپاره مخامخ ګامونه پورته کاندي.

د دې اقدام لومړى ګام په امريکا کې د يو شمير مشرو افغانانو له خوا پيل شوى او له دوه اونيوڅخه زياته موده کېږي چې په دې اړه د  مطبوعاتو اومخامخ ليدنوله لارې د بهر ميشتو افغان هيوادوالو پر راټولولو او پر مسايلو د ځان   پوهولو لړۍ په خورا شدت سره  روانه ده. لهه پرګرام سره سم به د راتلونکي ٢٠١١ کال د فبرورۍ په مياشت کې به له اروپا، امريکا او د نړۍ په ګوټ ګوټ ميشته افغانان په لندن کې راټوليږي او د مظاهرو اونورو سولييزو وسيلو څخه د ګټې اخستلو په ترڅ د افغان ملت د مشروع حقوق د غوښتنې لپاره مخام اقدام کوي.

واقعيت دا دى چې:
• “ډيورند لاين” يوه خيالي کرښه ده، نه فزيکي اونه مشروعي (ډيفکټو او ډيجور) موجوديت لري.
• “ډيورند لاين” د برتانوي هند او افغان سلطنت تر منځ د نفوذ د ساحې يو پوهاوى و.
• له هند څخه د وتلو پر موکه بايد د افغانانو خاوره افغان ملت ته سپارل شوې واى.
• د “ډيورند لاين”  پوهاوي سل کلن اتبار په ١٩٩٣ کې سر ته رسيدلى دى.
 
احمد شاه ابدالي جرګه پر  دې ګروهه ده چې ترڅو دې افغان ملت پر وجود اېښوول شوي دې ناسو زخم ته د پاى ټکى کېنښودل شي،تر هغه پورې به نه د افغانانو د وژلو بهير پاى ومومي او نه به په سيمه کې سوله منځته راشي.  نو احمدشاه ابدالي جرګه به، پر لوى رب توکل،  له خپلو ټولو امکاناتو سره د خپل ننګيالي ملت د ټولوحقه حقوقو د تر لاس ته راوړلو په لار کې د افغان مشرانو د وروستني نوښت تر څنګ ولاړه اوپه بشپړه توګه  به د راتلونکو اعتراضونو اومظاهرو ملاتړ کوي.

ان شا الله تعالى
يا ربه توفيق!

تبصره نسته

  1. ټولو لوستونکو په تېره بيا د احمدشاه ابدالي درنې جرګې ته نيکي هيلي او بشپړ احترامات وړاندي کوم.

    موږ تل هڅه کوو چي پاک خداى (ج) مو د فراق دا شپه ژر صبا کړي او پر افغان ملت روښانه لمر را وخيژي، هيله ده چي الله (ج) د دې ميړني ولس دا ملي غوښتنه ژر تر ژره پوره کاندي. والسلام

  2. Zema hela homda da che afghan owlas ta khpel haq wasparel shee aw de d donia de nooro melkoono pe shan khpel haq de soli le liari wakhli aw noor pe naray ki de dahshatgerdo pa noom yad ne shi, laka ch doy na dehshatgerd dee aw na ee khwakhawi, no Allah de taso aw doy sara mal shee che pe khiar sara de khpel haqa hoqoqo khawendan shee, aw de naraiwalo sar pe khaista sola aw maniat ki jwand wakri.Manana aw khoshala owsai

  3. محترمو ورونو:
    زما په شخصي نظر باید مونږ دغي کرغیړني کرښي ته د پاي ټکي کیږدو ، د دي جنجال ګټه پنجابیانو ، تاجکانو ، هزاره او نورو ته رسیږي او تاوان يي مستقیماً پښتنو ته رسیږي، زه خو وایم چي باید مونږ دغه سرحد د یو دایمي سرحد په حیث وپیژنو او نور دغه مظلوم ملت له جنګونو او لانجو څخه خلاص کړو.
    زه پوهیږم چي دا کار مشکل کار دي خو اوس چي پاکستان څومره طاقت لري نو مونږ باید دا ومنو او د نړیوال سرحد په حیث يي قبول کړو. او نور د غه مظلوم ملت له دي ناتار څخه وژغورو.
    مننه

  4. دا یوه ډیر نیک اقدام دی، هیله ده چي تاسی له بی،بی ،سی پښتو سره په تماس کی شئ، که چیری وار دمخه له دوی سره د یوه مرکی په ترڅ کی خبری وکړئ، شاید ډیر خلک پری خبر شی.

    همدارنګه د افغانانو د جوماتونو له لاری.

    په هالڼد کی همد همداسی کومه هڅه وشی، ښه به وی تر څو د هاګ محکمی مخی ته مظاهره وشی.

    ن.کابل ورور لیکلی، چی که دا کرښه قبوله کړو، مشکل به حل، شی، زه خو دا وایم چی پاکستان داسی یو حریث ملک دی، چی که د ټول افغانستان قواله هم ورکړی، بیا به هم افغانان دی ته پری نږدی چی د یوه، خپلواکه ، پرمتللی هیواد څښتن شی، که یی نه منی، د بنګال تاریخ یوځل مطالعه کړه.

  5. ډېر محترم ورور ملا برادر ته دزړه له کومي درناوى وړاندې کوم. د ګرد اويا مليوني افغان ملت هيلې له تاسوسره شريکې دي. يوهخبره پر ياد ساتل ضروري دي چې موږ بايد خپل تاريخي دښمنان ښه تشخيص او پهنښه کړو. دا چې تاسو له بي بي سي سره ددې موضوع په اړه د مرکې خبره کړړې، دې ته پاتې کېږي لکه چې له پيشو څخه وغوښتل شي چې "د خداى د رضا لپاره موږک ونيسي" اساساً خو همدا دستګاه او پرنګى دى چې زموږ د ملت د غلامولو لپاره دا اوس شپه اوورځ لګيا دى. نو له درانه ورور خخهمې هيله دا ده چې پر لوى رب پر توکل او د خپل ننګيالي پر مټو پخپله دې ارمان ته د رسيدلو للپاره ملا وتړي اوملت راټول کاندي. زموږ داعيه حقه ده، د شهيدانووينېې موسپېڅللي دي او،ان شا الله تعالى، دې موخې ته بهرسېږو. او که پخپلهد دې کار لپاره همدادستي ملا ونهتړو، نو د نجيب افغان دا ارزو به چې " موږ تل هڅه کوو چي پاک خداى (ج) مو د فراق دا شپه ژر صبا کړي او پر افغان ملت روښانه لمر را وخيژي، هيله ده چي الله (ج) د دې ميړني ولس دا ملي غوښتنه ژر تر ژره پوره کاندي. والسلام " به مو له لويې ګناه سره مخامخ کاندي. ستاسو د پښوخاورې – غلام محمد زرملوال

  6. سلامونه او نیکی هیلی ټولو لوستونکو ته
    ښاغلی ورور غلام محمد زرملوال صیب د افغانستان د دیرش کلنی غمیزی اصل لامل همداکیرغړنه کرښه ده او ترڅو چی دا کرښه له منځه نه وی تللی هیڅ امکان نه لری چی په افغانستان کی دی امن او سوله راشی ستاسو نه مونږټول افغانان ډیره منـنه کوو چی داسی یو نیک اقدام مووکړو او ستاسو سره په هر ډګر کی ولاړهم یو
    هیله ده چی د نورو رسنیو له لاری هم افغانان خبر کړی او ټولو افغانی رادیوګانو سره تلیفونی تماستونه ونیسۍ ترڅوهغه ټول افغانان هم خبرشی چی انټرنیټ ته لاس رسی نه لری
    په درناوی

  7. tar soo pooree chee PAKHTANA nim pa da karkhee haa khowa wee nim de khowa pa seema ki kho la sa che narai ki ba khalak aram khoob wana kee.
    deera manana Allah mo barialee lara
    aaaaaaaameen

  8. د هرڅه د مخه لر او بر ټول درانه او ننګیالي افغان اولس ته د خان عبدلصمد خان شهید جرګې له طرفه سلامونه او نېکې هیلې وراندې کوم .زرموال صیب زه دستاسو دا نېک اقدام ستایم موږ افغانان تل زیار باسو او زړونه د ټولو یو شان درد او احساس لري خو زموږ بدبختي په د کې ده چې یو د بل سره همغږي نه لرو تاسو ته ورته اقدام باندې موږ تېر کال لاس پورې کړ خو له بده مرغه موږ تر نن ورځې پورې د داسې پراخ بنسټه همغی امکانات نه دي پیدا کړي ترڅو ټول افغانان سره په یوه ټغر راټول کړو او د خپل رنځیدلي افغان/پښتون اولس یوسلو اووه لس کلن کړغېړن ناورین ته پکې د پای ټکی کېږدو.موږ دا منو چې په د لړ کې زیاتو هڅو او هلوځلو ته اړتیا خو د دې مانا دا نه ده چې خدای پاک مه کړه دا کار شونی نه دی موږ تاسې ته د خان شهید جرګې له اړخه د مکملې همکاری ډاد درکوو او زموږ سپارښتنه داده چې د کوټې پېښور کابل کندهار پکتیا افغانان باید یو له بل سره پرلپسې او غښتلي اړییکی ولري او په بهر کې مېشتو افغانانو لیکوالانو روښان فکرانو سره په ګډه یو عملي اقدام باندې لاس پورې کړی.
    په هېوادنی مینه د لر او بر افغانانو تاریخی لوی کور د جوړیدو په هیله زموږ سره د اړیکو پته:

    dakhanabdulsam@yahoo.com

  9. Zarmawal saheb,ta ham sha waye,
    matlab che ziat khalq khaber shee,
    khuday de wakee, che pa london ke ye pa dool khbrawee

    kho matlab che khalq ziat wee, heela da kabul, peshawar, kuwaita ke ham dase mozaheree washee

    kho pa london ke ba ziat internatioal media tawajo wakee.

    Pa banner ke mo faker wee, che dase wa na lekay che mong tre teer you!

    I think if the head of protestor give explanation to why afghans don't accept the durand line, and that the main reason of current war is durandline, much more attention will be made!

  10. salamona aw neke hele tolo larawbar ollas ta allah de wokri che abad ossi.. 12 november is really brillant day for all larawbar afghans to bring them closed to eachother and i hope we will celebrate 12 november is good day and every single pakhtoons need to work hard for both side afghans unity ,,,

  11. د خان شهید په سپیڅلی نوم!
    ګرانو دوستانو استبدادګر د بې وسو په حقوقو خيټې اچولي شي، خو هضمولی یې نه شي. افغان ملت په تیرو دوه پیړیو کې د مستبدانو چړې پر خپلو پوستکو او هډوکو احساس کړې او ځغملې دی. د نن ورځې افغان و‌ژنه د هغې دوام دی. دا به تر هغه پورې روانه وي ترڅو افغان ملت د هغې پر ضد میدان ته نه شي. احمدشاه ابدالي جرګه، د ستر رب په نامه او د خپل ننګیالي ملت پر مټو، هوډ کړی و کوي یې چې تر هغه به ارام نه کېني ترڅو د بشپړ اویا ملیونه افغان ملت حقه حقوق نه وي تر لاسه شوي. او د دې لپاره هرې قربانی ته تیار دی. ان شا الله تعالی.

  12. سلامونه،
    دا څنګه چل وشو، په خبرو کی خو پته ونه لږیده، چی خبره کوم ځای ته ورسیده، کومه مظاهر وشوه؟

  13. دروند او محترم ورور ملا برادر ته. تر هرڅه د مخه د لوى اختر مبارکي درته وړاندې کوم. الله پاک دې تاسو، ستاسو کورنۍ او دوستان نيکمرغه لري. د مظاهرو او اعتراضونو لړۍ دوام لري. تر ټولو لومړى او پوخ حرکت د ښاغلي بسمل پر مشرۍ په بايرن کې شوى دى. تاسو کولاى شئ د نوموړي ويبسايتونه – سوله او نښتر – وګورئ. له امريکا څخه په خپريدونکې اريانا تلويزيون کې د نوامبر پر ١٤ د ديورندلاين د نامشروعيت په اړه بيا درۍ ساعته پروګرام روان و. د نويو حرکتو په اړه به مو خبروم. باور ولرئ چېهيڅ يو افغان به هم، ان شاالله، پرځاى کشېنني ترڅو يې خپله خاوره او ولس خپل کړي نه وي. په درناوي، ستاسو د پښو خاورې. غلام محمد زرملوال