کور / تازه خبرونه / کراچي: د پوليسو پر مرکز د حملې له وجي درنه مرګ ژوبله اوښتې

کراچي: د پوليسو پر مرکز د حملې له وجي درنه مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچي ښار کي د جنايي جرمونو او ترهګرۍ ضد پوليسو پر مرکز حمله سوې چي درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د کراچي پوليس وايي وسله والو لومړى پر ياده سوې اداره حمله وکړه، چي د پوليسو له مقاومت سره مخ سول، وروسته يې له چاودونکو موادو ډکه لارۍ د پوليسو د مرکز په دېواله کي وواهه، چي له امله يې١٨ پوليس مړه او شاوخوا١٣٠ نور ټپيان دي.
د پوليسو دغه مرکز د کراچي ښار په مرکزي ګڼ مېشته سيمه صدر کي موقعيت لري، چي دې ته نيژدې د سند ايالت د وزيراعلي کور هم دئ.
د چارواکو په وينا د چاودني له امله د پوليسو پر مرکز سربېره، يوه نيژدې مسجد او د شاوخوا کورونو ودانيو ته هم تاوانونه رسېدلي دي.
د کراچي د پوليسو يوه چارواکي د بي بي سي انګليسي څانګي ته ويلي چي په دې حمله کي په لسګونو وسله والو برخه اخيستې وه، چي شاوخوا ١٥ دقيقې يې له پوليسو سره جنګ هم وکړ.
د پوليسو چارواکي وايي د پېښي په قربانيانو کي ښځينه پوليسي هم شاملي دي.