کور / تازه خبرونه / د ۱۷ پروژو قرارداد لاسلیک شو

د ۱۷ پروژو قرارداد لاسلیک شو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزرات، د کانډا، هالنډ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستدویه صندوق په مرسته د17 پروژو قرارداد لاسلیک کړ.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر جارالله منصوري وويل چې دا پروژې به په کندهار، روزګان، نیمروز او بلخ کې پلې کیږي.

په دې پروژو کې د څښاک د اوبو، لارو، د حایلو دیوالونو، او د ښځو په برخه کې بیلا بیلې پروژې دې چې په پلی کیدو سره به یې دولس سوه کسانو ته د کار زمینه مساعده شي او په بشپړاوي سره به یې یولس زره کورنۍ ګټه واخلي.

د وزارت د مسولینو په وینا په کندهار، روزګان، نیمروز او هلمند کې یې تر 5000 ډیرې پروژې روانې کړي چې ډیری یې مخ په بشپړاوي او یا هم بشپړې شوې دي.