څلور بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 10th, 2010


ناټو خبر ورکړ چی طالبانو د بیلو بیلو حملو په ترڅ کی درې خارجی پوځیان ووژل . لومړنی پرون په جنوب کی ماین والوزاوه ، دوهم نن په جنوب کی مخامخ وویشتل سو او درېیم هم نن په جنوب کی په مرمۍ وویشتل سو ، خو د پیښی دقیق ځایونه او د مقتولینو هویت یې و نه وایه . لاکن د تجربو پر اساس ښایی درې واړه امریکایان وی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، یوه هفته مخکی طالبانو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون ښار کی یو امریکایی عسکر پر تندی ویشتلی او وژلی و خو اعلان یې نن وسو .
په دې سره د نوامبر په روانو ۱۰ ورځو کی د خارجی پوځیانو تلفات ۲۲ ته ورسېدل چی ۱۶ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024