کور / سپورټي / کريکيټ: نولس کلنې لوبډلې په پاکستان کې لوبې کوي

کريکيټ: نولس کلنې لوبډلې په پاکستان کې لوبې کوي

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره دوه افغان لوبډلې په پاکستان کې د خپلو سیالولوبډلو سره لوبي کوي.
افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره دوه لوبډلې د پاکستان هیواد ته د تمرین لپاره ولیږلي، دا دوه لوبډلې چې ۲۶ لوبغاړي دي افغان کرکټ بورډ د ۵۰۰ کرکټ لوبغاړو ازموینه کې غوره کړي و.
نوموړې لوبډلې به د پښتونخوا دا ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره دوه لوبې او دوه نورې لوبې به په ایبټ اباد کې د خپلې سیالې لوبډلې سره کوي.
د دواړو لوبډلو مهال ویش داسې ټاکل شوی چې سبا ورځ چې د نوفمبر د ۱۱ ده لومړۍ او دویمه لوبه د نوفمبر په ۱۲ د پښتونخوا د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره کوي.
دوه نورې لوبې د نوفمبر په ۱۴ او ۱۵ نېټه د ایبټ اباد د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره په ایبټ اباد کې ترسره کوي.
افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کمر عمره ملي لوبډلې لپاره ۱۴ اساسي او ۴ مرستندویه لوبغاړو ته اړتیا لري، په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید د افغان ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته به لاره پیدا کوي.
افغان کرکټ بورډ د دې ۲۶ لوبغاړو د هډوکو ازموینه هم په کابل کې فرانسوي روغتون ته سپارلې ده، فرانسوي روغتون به افغان کرکټ بورډ ته ډیر ژر د هډوکو د ازموینې له لارې د لوبغاړو صحیح او دقیق عمرونه راولیږي.
په دی سفر کې دواړو لوبډلو سره زراب شاه زهیر ،حاجي احمد شاه احمدي او دولت احمدزی د غوره کوونکو په صفت ، اسدالله خان د روزونکي په صفت او ډاکټر نورالله د ډاکټر په صفت په سفر تللي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې کله د دې لوبډلو سره تللي مسؤلین د لوبو وروسته خپل هیواد ته بیرته راستانه شي نو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان ملي لوبډله به د منډو د کتاب له مخې غوره کوي. په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید او ښه لاسته راوړنه یې ولره په خپل استعداد به د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي.