کور / تازه خبرونه / د اوبو او برېښنا وزارت له جاپان سره نوى تړون لاسليک کړ

د اوبو او برېښنا وزارت له جاپان سره نوى تړون لاسليک کړ

د اوبو او برېښنا وزارت په کابل کي د جاپان له سفارت سره د ١٦ ميليونه ډالرو په ارزښت يو نوى تړون لاسليک کړى دئ.
د آزادۍ راډيو د اوبو او برېښنا د وزير محمداسماعيل خان په حواله خبر ورکړ، چي د جاپان هيواد دغه مرسته به په کابل او باميان ولايتونو کي د کرهڼي د پراختيا او د برېښنا د کوچنيو بندونو د جوړولو په چارو کي ولګېږي.