کور / تازه خبرونه / کابل: د انتخاباتو پر ضد لاريونونه روان دي

کابل: د انتخاباتو پر ضد لاريونونه روان دي

په کابل کي يو ځل بيا هغو کانديدانو چي د سږکال په پارلماني انتخاباتو کي يې ماته خوړلې، مظاهرې وکړې او وايي پارلماني انتخابات دي له سره وسي.
د نن ورځي په لاريون کي پر کابل سربېره د نورو ولايتونو ناکامو کانديدانو هم برخه اخيستې وه او غوښتنه يې کوله چي د کمپيوټري يا ډيجيټل تذکرو پر اساس دي دوهم ځل انتخابات ترسره سي، چي د درغليو مخ ونيول سي.
د افغانستان پارلماني انتخابات چي يوه نيمه مياشت دمخه ترسره سوي دي، داسي ښکاري چي په وړاندي يې ورځ په ورځ مخالفتونه ډېرېږي.
ناکام کانديدان نيوکه کوي چي د انتخاباتو خپلواک کمېسون د شاوخوا يو نيم ميليون رايي په باطلولو کي درغلي کړې ده.
بلي خوا ته د افغانستان لويي څارنوالۍ هم د انتخاباتو له کمېسون څخه غوښتي دي، چي دوى اجازه ورکړي چي د باطلو رايو په هکله څېړنه وکړي.