کور / تازه خبرونه / روزګان: اووه پوليس وژل سوي دي

روزګان: اووه پوليس وژل سوي دي

د روزګان چارواکي وايي وايي د دې ولايت په خاص روزګان ولسوالي کي اووه پوليس په يوه حمله کي وژل سوي دي.
د روزګان والي حاجي خداى رحيم ويلي چي دغه پوليس برايي د شپې پر يوه بجه وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
راپورونه وايي چي ياد سوي پوليس لومړى نشه سوي دي او بيا د بريد کوونکو له خوا په مرميو وژل سوي دي.