کور / تازه خبرونه / د پاکستان صدراعظم کابل ته راځي

د پاکستان صدراعظم کابل ته راځي

د افغانستان جمهوري رياست ويلي چي ولسمشر حامد کرزي نن د پاکستان له صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني سره ټلېفوني خبري کړي او نوموړي ته يې کابل ته د راتګ بلنه ورکړې ده.
د جمهوري رياست اعلاميه وايي چي ولسمشر کرزي او صدراعظم ګيلاني د ترهګرۍ خلاف د افغانستان او پاکستان پر دو طرفه همکاريو ټينګار وکړ او د سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا غوښتنه يې وکړه.
ولسمشر کرزي په ټلېفوني خبرو کي د پاکستان صدراعظم ته له کابل څخه د ليدني بلنه ورکړې، چي نوموړي هم منلې ده.
کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر دقيقه نېټه لا تر اوسه نه ده په ډاګه سوې.