امريکا: پر افغان ستراتيژي له سره کتنه پيل کړې ده

34 | نوومبر 10th, 2010


د امريکا حکومت د افغانستان د جنګ په باب پر خپله ستراتيژي باندي يو ځل بيا کتنه پيل کړې ده.
يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي چي د جنګ ستراتيژۍ ته بيا کتنه به د ډسمبر د مياشتي تر منځ يا پاى پوري پاى ته ورسېږي او د بدلون يا نه بدلون په هکله به يې هغه وخت پرېکړه وسي.
امريکا غواړي چي د افغانستان دپاره د تېر کال د اعلان سوې جنګي ستراتيژۍ کاميابي او ناکامي و ارزوي.
د امريکا په نوې ستراتيژي کي ټينګار سوئ وو، چي افغانستان ته نور عسکر ولېږدول سي، د طالبانو مشران په نښه سي، او هغوى د زور له لاري مجبور کړل سي چي خبرو ته کښېني.
امريکا په دې نظر ده، چي لومړى بايد طالبان کمزوري کړل سي، چي وروسته به هغوى خپله خبرو ته حاضر سي، خو څېړونکي وايي چي په تېر يوه کال کي پر طالبانو له پرله پسې حملو سره – سره دا نسي ويل کېداى چي طالبان کمزوري سوي دي.
د شنونکو په وينا که پر طالبانو حملې ډېري سوي دي، د ناټو او امريکا د پوځيانو مرګ ژوبله هم د نورو کلونو په تناسب ډېره سوې ده،چي نتيجه يې نه د طالبانو، نه د امريکا او نه هم د افغان ولس په ګټه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024