خوست: ځانمرګي بريد پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د خوست ولايتي چارواکي وايي نن ماځيګر په دې ولايت کي د يوه ځانمرګي بريد له امله يو پوليس مړ او څلور نور ټپيان سول.
د خوست د امنيت آمر محمدرزاق يعقوبي د شينهووا آژانس ته د اوښتي مرګ ژوبلي پخلى کړى او وايي دغه حمله پر ځايي وخت ماځيګر پنځه بجې په دومنده ولسوالي کي ترسره سوې ده.
د يعقوبي په وينا بريدکوونکى په موټر کي سپور وو چي ځان يې د دومنده ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ په دروازه کي چاودلى دئ.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چي دغه بريد د عبدالغفار په نوم يوه طالب کړى او ګڼ پوليس يې وژلي دي، خو د خوست چارواکي د يوه پوليس د مړيني او څلورو د ټپي کېدو پخلى کوي.