کور / تازه خبرونه / نړیوال ځواکونه د طالبانو د نیولو ادعا وې کوي

نړیوال ځواکونه د طالبانو د نیولو ادعا وې کوي

ایساف په خپله تازه خبر پاڼه کې ویلی چې له تیرې شپې راهیسې یې یو شمیر طالبان او د طالبانو مرستدونیان نیولی دي. په خبر پاڼه کې راغلې چې کندهار کې هغه طالب مشر او ورسره څو تنه ملګري نیولی چې په ډنډ او پجوايي ولسواليو کې یې حملې تنظیمولې، خو د طالب مشر نوم یې نه دی اخیستی، همدارنګه یې یې ویلی چې په زابل ، فراه، لوګر کې یې هم هغه طالبان نیولی چې په بیلا بیلو ولایتونو کې یې فعالیتونه کول او خبر پاڼه زیاتوي چې په نیولو شویو کسانو کې ډيری د جلاالدین حقاني کسان دي.