ناټو : ښایی موږ درې ملکی افغانان وژلي وی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 10th, 2010


رویټر د ناټو په حواله خبر ورکوی چی امریکایی پوځیانو پرون د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کی ښایی درې ملکی افغانان د دوی په اصطلاح په غلطۍ سره وژلي وی خو وایی چی تحقیقات به یې وکړو . خبر وایی چی امریکایی پوځیانو څلور کسان خپل بېس ته ورسره بوتلل خو وروسته درې ورڅخه ووژل سول . دا نه دي ویل سوي چی ولی یې ووژل .
خو سیاسی مبصرین وایی چی ناټو خصوصأ امریکایی پوځ کله کله د دغسی ملکی کسانو وژل « په غلطۍ سره » وبولی ، کله یې د مقتولینو لخوا « د هدایت نه مراعاتول » وبولی او کله یې بیا هم « په جنګ کی راګیرېدل » وبولی ، خو په ټولو حالاتو کی ځان ملامت نه بولی .

Copyright Larawbar 2007-2024