کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ټولټاکنو لوبه لا اوس هم توده ده

د ټولټاکنو لوبه لا اوس هم توده ده

اوس ټول هېوادوال په دې پوهېږي چې په قصدي ډول سره ځينو کړيو هڅې وکړې چې د پښتنو رایې د ټول افغانستان په کچه او په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې را ټيټې کړي او په پایله کې په دې لوبه کې بریالي هم ښکاري. پرون مې د شمشاد ټلويزیون په خبرونو کې وکتل چې په کندوز ولایت کې یوې شپږ کسيزې وسلوالې ډلې [په اصطلاح طالبانو] پرته له کوم قيد او شرط څخه دې ته غاړه کېښودله چې خپلې وسلې د امنيې قوماندان ته وسپاري او له حکومت سره یوځای شي. په تصوير کې د امنيې قوماندان سيدخيلي وښودل شو چې له وسلوالو څخه يې وسلې تسليمولې. که د لوستونکو په یاد وي نو د ټولټاکنو څخه یوه اوونۍ وړاندې د کندوز ولایت اوسېدونکو په وار وار سره له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې په سيمه کې امنيت ټينګ کړي دا ځکه چې د ټولټاکنو په رارسېدو سره ورځ تر بلې خرابېږي او هم يې په دې برخه کې د قومي اربکيو په نوم د ملېشو له خپلسرو کړو وړو څخه سر ټکاوه چې حق ناحقه خلک ځوروي او په ډېره بې شرمۍ سره يې خپلو ناوړو کړو وړو ته دوام ورکړی. له ځايي خلکو حتی د جيب پيسې هم اخلي او پرته له کوم قانوني مجوز څخه خلک په خپلو شخصي زندانونو کې په اوونيو اوونیو ساتي او شکنجه کوي يې.
کله مې چې پورتنی خبر د شمشاد په پرده ولیده نو د ټولټاکنو د ډرامې بل اړخ ته مې پام شو چې کومو کسانو په بې شرمۍ سره د امنيت د ټينګښت په ځاي د امنيت په خرابېدو کې برخه اخيستې.
سوله ښه ده او له وسلوالو سره باید سوله وشي چې دا ټکی اوس له پخوا ډېر په سياسي حلقو کې ګرم تاوېږي او ان هغه څوک د سولې ددې سترې او سپېڅلې دندې لپاره د چارواکو له لوري ګمارل شوي دي چې تر پرونه يې په جګړې ټينګار کاوه او په وړو بمونو يې ګوزاره نه کېده خو نن د سولې نغارې وهي.
بله دا چې په دې نژدې وخت کې د اسیا فونډيشن په نامه د نادولتي موسيسې له لوري په تازه خپور شوي راپور کې د سولې لپاره د لېواله افغانانو شمېر په سلو کې له اتیا څخه ډېر دی.
سیاسي کتونکي د ټولټاکنو څخه وړاندې حالات داسې څېړي:
هېواد دښمنه کړۍ چې تل يې د ثبات په ځای ناکراریو او د سولې په ځای جګړو ته مخه کړې ، سياسي او اقتصادي انحصار يې داسې کچې ته رسېدلی چې اوس يې د دوی مورزادي ځانګړنه بللی شو. دغو کړيو وړاندې تر دې چې ټولټاکنې را ورسېږي د خپلو شومو پلانونو له مخې د ټولټاکنو په خپلواک کميسيون ، د ټولټاکنو د شکایتونو په کميسیون او هم د داخله وزارت په لوړو پوستونو کې ځای ونیوه او له مخې يې په ټول توان سره کوښښ وکړ چې د ټول هېواد په کچه په راتلونکې ولسي جرګه کې د پښتنو نماينده ګانو  شمېر را کم ، سیاسي ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي، په غیر مستقیم ډول سره د سولې بهير له ناکامۍ سره مخامخ او د وسلوالو لیکو ته نور خلک ورجلب کړي ځکه چې په راتلونکي ولسي جرګه کې د هغوی نماینده ګي څوک وکړي او له ټولو نه بده دا چې د هغو کسانو پلان او یا نظر چې افغانستان دې ټوټه ټوټه شي د رښتیا کېدو په لور ګامونه واخيستل. دغو فاشیستو کړیو په خپل ډېر لنډ تاریخ کې د هر چا د خوشالولو لپاره زموږ د هېواد په ملي ګټو سودا کړې او له هيڅ بې ننګۍ نه یې مخ نه دی اړولی.
له ټولټاکنو وړاندې دوی په ډېره بې شرمۍ سره د هېواد په شمال کې په پښتنو حالات تریخ کړل او داسې اوازې يې پورته کړې چې د ازبکستان او تاجکستان طالبان د پولې دې غاړه ته په افغاني خاوره کې د بهرنيو او حکومتي امنیتي ځواکونو سره په جګړو بوختې دي او امنیت یې خراب کړی. خو په حقیقت کې دا ټول پروپاګند وو او په بد امنيو کې نه د طالبانو دومره لاس وو چې د دوی په ډنډورو کې په ګوته کېده. نور به لرې نه ځو ، اوس دا جوته شوه چې دغو ډلګیو په ډېر مهارت سره خپل وسلوال جانیان په دې وګمارل چې د طالبانو په نوم په شمال کې امنیت له ټولټاکنو څخه وړاندې په ډراماتیکه توګه خراب کړي او پښتانه پرې نه ږدي چې رايې ورکړي او له بل لوري خپلو ملګرو ته چې د ټولټاکنو په خپلواک کمیسیون کې دي دا موقع په لاس ورکړي چې د امنيت د خرابېدو په پلمه په ډېری سيمو کې د رايې ورکولو ځايونه بند کړي او که د دوی د توقع خلاف سره بیا هم د امنيتي ستونزو سره سره پښتنو خپلو نماينده ګانو ته رايې ورکړې هغه به د درغلیو په تور سره ناچله اعلان کړي. اوس چې ټولټاکنې تېرې شوې نور نو هغو وسلوالو ډلو ته چې په شومو دندو ګمارل شوې وې اړتیا نه ليدل کېږي او نه هم باید ورباندې بې ځایه لګښتونه وشي نو د سولې د اعلان شوي چانس نه باید ګټه پورته کړي او بېرته د حکومت لورته را وګرځي. خو له ټولو نه خندونکې داده چې په دې راپور کې چې وسلوالو ملېشو خپلې وسلې سید خيلي ته سپارلې نو بیا په همدې راپور کې وړاندې شول چې دغه کسان به ډېر ژر د حکومت له لوري د اعلان شوي پروګرام له مخې په اربکي ملېشو کې ځای پر ځای شي.
پوښتنه دلته داده، چې د دغو وسلوالو ملېشو [په اصطلاح وسلوالو طالبانو] له حکومت سره د یو ځای کېدو په جریان باندې د مجدیدي صیب په مشرۍ د ملي پخلاينې کمیسيون او په اصطلاح دا نوې جوړه شوې د سولې جرګه ولې په جریان کې نه ده چې وسلوال پرته له قید او شرطه خپلې وسلې د ولایت امنيې قوماندان ته سپاري او دوی ترې خبر نه دي. که فرضاً دوی په جریان کې دي نو ولې بیا هلته له وسلوالو څخه وسلې نه تسلیموي. او دا چې که په رښتیا په افغانستان کې ملي امنيت ریاست د افغانستان د ګټو لپاره کار کوي او د نظام د ټينګښت لپاره تعهد لري نو په کار ده چې ددې مسالې په اړه څېړنې وکړي او هېوادوالو ته ډاډ ورکړي او د شومو او کرغېړنو پلانونو طرح کوونکي او تطبیقونکي کسان په چټکۍ سره د محاکمې مېز ته را کاږي.
که څو کاله وړاندې وکتل شي دغه امنيه قوماندان سيدخيلي په بغلان ولایت کې امنيه قوماندان وو او په خپله دنده کې د نوموړي د بې غورۍ له امله په یوه بمي چاودنه کې ډېری هېوادوال د ولسي جرګې د غړیو سره یو ځای په خپلو وینو کې ولمبېدل او بیا ددې په ځای چې له دندې ګوښه کړای شي او مجازات وویني په ترڅ کې يې د هغه وخت والي تبديل او نوموړي ته لا نور امتیازات ورکړل شول او تر اوسه هغه داسې یوه پېښه بلل کېږي چې عاملين يې نه دي په ګوته شوي. خو د پېښې د شاهدانو په وینا هلته د چاودنې په ځای کې لا له وړاندې وسلوال کسان پاس په ونو کې ځای په ځای شوي وو او له چاودنې سره سم يې په بې ګناه خلکو او د ښوونځيو په زده کوونکو باندې، چې د ولسي جرګې د هيئت لپاره د تشریفاتو لپاره راوستل شوي وو په ډېره بې رحمۍ سره باړې وچلولې خو هلته هم ملي امنيت او نور امنيتي چارواکي پټه خوله پاتې شول. کله چې تېرې ترخې تجربې ته وکتل شي نو ګومان نه کېږي چې امنيتي ارګانونه دې دا ځل هم د افغانستان د خلکو د حقوقو د تحفظ په لاره کې په رښتيني ډول ګامونه پورته کړي خو په کار ده چې ټول افغانان د هېواد دښمنه کړيو په شومو پلانونو ځان پوه کړي او په هيڅ ډول ورباندې باور ونه کړي ترڅو د هغوی د راتلونکو شومو پلانونو له خطر څخه ځانونه خوندي کړي.