کور / تازه خبرونه / نامعلومو کسانو په خوست کي يو ښوونکی وژلی دی

نامعلومو کسانو په خوست کي يو ښوونکی وژلی دی

نامعلومو موټرسايکل سپرو پرون ماځيکر په خوست کي يو ښوونکی په داسي حال کي په مرميو ويشتلی او وژلی دی چي د ښوونځی څخه کورته روان و ، د پوهني وزارت وياند اصف ننګ  په وينا پېښه د مندوزی ولسوالۍ د ژيړۍ ترخه منځنۍ ښوونځی سره رامنځته سوې ده ، چي د پوهني وزير سخته غندلې ده .

د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د پوهني وزارت لخوا خبر ورکړه سو چي ناپېژانده کسانو په لغمان کي يوه ښوونځی سوځولې چي د نورو سامان الاتو تر څنګ د قرآن عظيم الشان ۸۵۰ ټوکه سوځېدلي دي ، څو شېبې مخکي ذبیح الله مجاهد د ښوونځيو سوځېدل يوه وحشي کړنه وبلله او زياته يې کړه چي  له څېړنو یې معلومه سوې ده چي د هغه ښوونځی په سوځولو کي چي د قرآن کریم ۸۵۰ ټوکه سوځېدلې وو د ملي امنيت د کسانو لاس و .