کور / تازه خبرونه / طالبان: د لغمان ښوونځى دولتي استخباراتو سوځولى دئ

طالبان: د لغمان ښوونځى دولتي استخباراتو سوځولى دئ

طالبانو د يوې خبر پاڼي په خپرولو په لغمان ولايت کي د ښوونځي له سوځولو څخه انکار کړى او وايي دا د افغان دولت استخباراتو د طالبانو د بدنامۍ په خاطر سوځولى دئ.
خبر پاڼه وايي افغان حکومت د دې پر ځاى چي د پېښي عاملان ونيسي، يوازي په دې ځان خلاصوي چي مسئوليت يې طالبانو ته منسوب کړي.
طالبان وايي د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د نجونو ليسې د سوځوني په هکله يې پلټني کړي او ورته معلومه سوې ده، چي دغه کار افغان استخباراتو د دوى د بدنامولو دپاره کړى دئ.
د لغمان د نجونو ليسه څو ورځي مخکي د نامعلومو کسانو له خوا وسوځول سوه، چي د پوهني وزارت په وينا پر سوونو درسي کتابونو سربېره ٧٥٠ ټوکه قرآن شريفونه هم پکښي وسوځل سول.
طالبانو په دې خبرپاڼه کي د ښوونځيو له سوځولو او د نجونو له مسمومولو څخه نه يوازي انکار کړى، بلکي دا يې يو وحشيانه عمل بللى، خو د دې مسئوليت يې يا پر بهرنيو استخباراتو چي اشاره يې لوېديځ ته ده او يا يې هم په افغان دولت پوري تړلى دئ.
خو شنونکي وايي د ښوونځيو د سوځولو نسبت ځکه طالبانو ته کېداى سي، چي د هغوى تر نفوذ لاندي سيمو کي ښوونځيو ته د فعاليت اجازه نسته، همدا راز د ځينو مسجدونو ملا امامان خلګو ته د مکتبونو پر ضد تبليغ کوي او ښوونځي ته د نجونو او هلکانو لېږل له اسلام څخه خلاف بولي.