کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا افغانستان د برتانوي پنجاب ستراتیژیک کنډو(۱) دی ؟

ایا افغانستان د برتانوي پنجاب ستراتیژیک کنډو(۱) دی ؟

           ایا افغانستان د برتانوي پنجاب ستراتیژیک کنډو(۱) دی ؟
د پاکستان پخوانی پوځی دیکتاتور پروېز مشرف په امریکا کې د بهرنیواړیکو کمیسیون ته پخپله یوه روستۍ وینا کې وايي « که اجازه وي چې ډېرې ډېرې سپینې خبرې وکړم، د هند رول دا دی چې له افغانستانه یو پاکستان دښمنه هیواد جوړ کړي . دا ماته ډېره څرګنده ده .هند په کندهار او جلال اباد کې کونسلګرۍ لري چې پاکستان کې د ستونځو په رامنځته کولو کې لاس لري . دا کونسلګرۍ بل رول نه لري.»
مشرف چې پاکستان کې له دندې ګوښه شوی او څه رسمي دنده نلري او ځان خوشې د پاکستاني ولس استازی بولي په ښکاره د هند په اړه د خپل زړه بړاس باسي ، خو د مغز او زړه په تل کې د افغانستان په اړه خپله کرکه نشي پټولای .
د مشرف دا څرګندونې هندوستان ته د امریکې د ولسمشر اوباما له سفر سره بې تړاوه نه دي . نوموړي هڅه کړې چې د هند او امریکي ترمنځ د راشه درشې د تودښت او د د واړو هېوادو تر منځ  د اړیکو د پراختیا په اړه خپله مایوسۍ په پورته غبرګون کې وښۍ .
په روستیو کې هند ته د اوباما د سفر سره جوخت د امریکي لوړپوړو چارواکو د تېر په خلاف د پنجاب غوږونو ته نسبتآ څرګند پیغام رسولی دی . فرانس پرس د امریکي د لوړنومي سناتور جان مکین له خولي وايي « جان مکین په ډاګه کوی د پاکستان پوځي استخبارات یا ای ایس ای اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي او له دوی څخه په سیمه کې د خپل اغیز د وسیلې پتوګه کار اخلي . پاکستان په سیمه کې د هند اصلي رقیب ګڼل کیږي » فرانس پرس زیاتوي « نوموړي سناتور ژمنه کړې چې له هند څخه ملاتړ وکړي . هغه د امریکي له ولسمشر اوباما څخه غوښتي چې افغانستان کې پاتې شي او خبرتیا يي ورکړې له سیمې څخه د امریکي په بېړه وتل به له هند سره د امریکې اړیکې چې د ټينګښت په حال کې دي زیانمنې کړي »
همدارنګه د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له هند څخه د خپلې لیدنې په دوهمه ورځ پر پاکستان نیوکې وکړې. «  ده وویل چې اسلام اباد د بنسټ پالنې پر وړاندې ورو پرمختګ کړی دی. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې اسلام اباد هغسې پرمختګ په دې برخه کې نه دی کړی چې موږ یې هیله درلوده. »
د امریکا ولسمشر هند وهڅاوه چې دې برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي. اوباما څرګنده کړه چې پاکستان په خپله خاوره کې د افراطیانو پرضد په مبارزه کې ډیر سست پرمخ روان دی. اوباما د اسلام اباد او کابل اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان ته پکار دي چې په افغانستان کې په بیا رغاونه کې مرسته وکړي.

نوموړي بیا له افغانستان سره د هند د مرستو ستاینه وکړه او ټینګاریې وکړ چې اسلام اباد دې ، دې ورته کار وکړي.
همدارنګه د نومبر په ۸ مه  د امریکې د دفاع وزیر ګېټس د مالیزیا په مرکز کوالالمپورکې خبریالانو ته وویل « زه وایم چې له دې ټولو سره سره د القاعده زړه لا هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې دی »
 په یاد شویو ټولو پیغامونو کې امریکايي لوړپوړي چارواکي د ترهګرو سره په مبارزه کې له پنجابه ناخوښي ښۍ . خو د زیاتو کارپوهانو په اند یوازې خبرې بسیا نه کوي . ترهګرو څخه د پنجاب د غوڅ او دایمي ملاتړ په وړاندې ، ټاکلو پریکړو او څرګنده اقداماتو ته اړتیا لېدل کیږي . که پنجاب ته د امریکې مالي مرستې د پخوا پشان چالان وي او پنجاب دا مرستې په بې غمه زړه په پوځي موخو او د ترهګرو په روزلو کې لګوي ، دا ټولې خبرې اوښ ته په غوږ کې رباب وهل دي او ځای نه نیسي.  دا چې اوباما هند ته وايي پنجاب سره چې د ترهګرو په ټکولو کې زړه نازړه دی او که څه کوي هغه هم د نړیوالو د سترګو تورولو لپاره  يي کوي مرسته وکړي ، د امریکا او هند تر منځ په اړیکو کې نوې پرمختیا ده چې افغانان يي هرکلی کوي . همدارنګه دا چې اوباما پنجاب هڅوي د افغانستان په بیا ودانۍ کې لکه هند غوندې برخه واخلې خپل ځای کې ګټوره خبره ده ، خو افغانان پنجاب ته ښکاره پیغام لري او هغه داچې افغانستان کې له ټولوژنې او ورانۍ څخه لاس واخلي ، څه رسیږي دې ته چې افغانستان سره مرسته وکړي .
 پنجاب لخوا افغانستان ته د مرستو خبره چې امریکا يي کوي ، په اوس مهال کې بابیزه غوښتنه ده .
دا چې مشرف او د پنجاب نور واکمنان ، افغانستان کې د هند د کونسلګریو په اړه وايي چې ولې په جلال اباد او کندهار کې دا کونسلګرۍ فعالې او د هېواد په شمال کې نه دې فعالې هسې افغانستان سره د اړیکو د خړو ساتلو بانې پلمې دي ، که نه دا کونسلګرۍ په شمال کې هم فعاله دي . د کونسګریو او نورو هېوادو سره د اړیکو خبره د افغانستان په دولت پورې اړه لري . افغانستان یو خپلواک دولت دی او پوره حق لري چې خپلې نړیوالې اړیکې څنګه او کومو دولتونو سره وساتي  . پنجاب اوس هم افغانستان ته لکه د مجاهدینو او طالبانو د مهال پشان د ستراتیژيک کنډو په سترګه ګوري او غواړي د کشمیر پرسر هند سره په شخړه کې د افغانستان له داسې موقعیت څخه برخمن وي .
پر پنجاب باید نور فشارونه هم زیات شي . افغاستان کې طالبانو سره د سولې خبرې هم د پنجاب پر زړه نه ځاییږي او واکمنان يي په تمه دي لکه د ډوکټور نجیب الله د حکومت په مهال چې پاکستان د مجاهدینو پرځای افغان حکومت سره خبرې پر مخ بیولې او مجاهدین يي څنګ ته پریښي وو بیا هم غواړي طالبان ګوښه کړي او د هغوی پرځای د افغان حکومت او نورو سره چنې ووهي .
افغان حکومت باید طالبانو سره خبرې پخپله مخې ته بوځي . پنجاب کولای شي د ښه ګاونډي په رول کې مرسته وکړي .
اوس ددې وخت رارسیدلی د سیمي هېوادونه لکه هند او نور ، همدارنګه نړیوال چې د ترهګرو په وړاندې په جګړه او مبارزه بوخت دي د پنجاب پر وړاندې د فشار ټلګه (۲)  جوړه کړي او پنجاب دې ته اړباسي چې د ترهګرو د روزلو او پاللو څخه لاس واخلي . پنجاب ته باید د ترهګرو د ملاتړ له کبله غوڅ پيغام ورسیږي . د پنجاب دوه مخی سیاست باید لا رسوا شي .
د سختو لغتونو ماناوې :
( ۱ ) ستراتیژیک کنډو : ستراتیژیک عمق  
( ۲ ) ټلګه ( جبهه ، ټلواله ) : ( ټل + ګه ) : ګه ، یو روستاړی دی چې د نومونو او ستاینومونو سره یوخای کیږی او نوي نومونه جوړوي لګه :
له ټل څخه ټلګه
 له موړ ( ژۍ ) څخه موړګه
له غوړ څخه غوړګه
له غر څخه غرګه او نور
اخځونه :
ــ بېلا بېلې برېښناپاڼې
د ۲۰۱۰ کال د نومبر ۱۰ مه