کور / تازه خبرونه / وسله والو په برج کي ناست پوليس په نښه کړ

وسله والو په برج کي ناست پوليس په نښه کړ

له کندهاره په تازه ترلاسه سوي خبر کي ويل سوي چي څو دقيقې مخکي ( ۱۳:۱۵) د کندهار امنيې قومندانۍ د کابلشاه طرف په برج کي ناست پوليس د نامعلومه وسله والو لخوا په نښه وويشتل سو . له کندهاره زموږ همکار عطاجان وايي چي وسله وال ښايي د امنيې قومندانۍ په څنګ کي په تېښته بريالي سوي وي .

دوې اوونۍ مخکي هم دې ځای ته په څو متره واټن کي په يوه زرنج موټرسايکل کي ځای پر ځای سوي چاويدونکي توکي هغه مهال وچاودل چي پوليسو يې د له منځه وړلو هڅه کوله ، خو مرګ ژوبله يې اړولې وه .

د يادوني وړ ده چي د کندهار امنيې قومنداني چي د کندهار د دوو مشهورو ښوونځيو کاکاسيد احمد ښوونځی او ظاهرشاهي ( پخوانۍ البېرونی لېسې ) سره دېوال په دېوال  په يوه ګڼ مېشته مرکزي سيمه کي پرته ده د بريدونو له امله د ډېرو کلونو راهيسي په دې دواړو ښوونځيو کي زده کوونکي هم د نا امنۍ احساس کوي چي ښايي د اوسېدونکو تر څنګ پر زده کوونکو هم اوږدمهاله ناوړه ذهني او رواني بدي اغېزي وښندي .