کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ انقلاب – د ډاکټر نجيب زاخېلوال ليکنه

زموږ انقلاب – د ډاکټر نجيب زاخېلوال ليکنه

ډاکټر نجيب زاخېلوال   سويډن
وريځ په اسمان کې راپيدا شي، باران ترې را ورېږي د ټولو دشتو او صحراو اوبه  راټولې شي، خوړونه ترې جوړ شي.
هو! دا باران دی چې ټولې دشتې پرېمنځي او پاکې يې کړي. سېلابونه په غورځو پرځو، شور او غوغا سره سيندونه جوړ کړي او سيندونه بحر شي.
يانې د تڼااو بريښنا باران په يو وحشي سيلاب او سېلابونه بيا په چوپ سينداو بيا سيندونه په ارام بحربدل شي.
بحر هر هغه څه ټول چې سيلاب د ځان سره راوړي په ځان کې لري مګر بيا هم غورځې پرځې او شور نه کوي دېته سالم او پوره انقلاب وايې.
خو!زموږ د هېواد په اسمان د انقلاب برېښنا وپړقېده، کړنګ کړونګ شو وحشي او خونړي سيلابونه وبهېدل.
خو سيلاب مو نه په سيند بدل شو او نه په ارام بحر!!!
لا تر اوسه چټل او خونړی پر مخ روان دی ابادۍ يې راورانې کړې مګر غلې او ارام نشو.
هو! دا ځکه چې زموږ په ملک کې څو خدايان دي او هر خدای پخپله خوښه برېښنا او باران راولي نو ځکه زموږ انقلاب نه داچې سرته نه رسي بلکې يو پسې بل زيږيږي.
ځکه د طبيعت قانون دا واي چې په زمکه واکداران د يو په ځای څو وي نو هر وخت په خرندې وي. او د يو بل منلو ته به تيار نه وي!
هو خدای هم دا منې چې که زمکې پرمخ د يو خدای نه دوه شي نو زمکه به فاسده کړي. زموږ په هېواد کې دامهال په سلهاوو خدايان دي.