کور / تازه خبرونه / تازه خبر: اسماعيل خان د انتخاباتو کارکوونکى درغليو ته هڅولى وو

تازه خبر: اسماعيل خان د انتخاباتو کارکوونکى درغليو ته هڅولى وو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون د اوبو او برېښنا د سرپرست وزير محمداسماعيل خان ٤٠ دقيقې تلېفوني مکالمه ترلاسه کړې، چي له مخي يې نوموړي په هرات کي د انتخاباتو د کمېسون يو غړى هڅولى چي لس تنه کامياب کانديدان له ليسته ليري او د ده د خوښي کسان ور زيات کړي. د آزادۍ راډيو د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د وياند نورمحمدنور له خولې وايي د کمېسون چارواکي د دې خبرو په هکله څېړنه پيل کړې ده. د نوموړي په وينا د ثبت سوي آواز تر اوسه نه دئ مشخص سوئ، چي د اسماعېل خان دئ او که نه. آزادۍ راډيو د اسوشيېټيډ پريس آژانس په حواله وايي چي دغه مکالمه د اسماعيل خان او د هرات د انتخاباتي حوزې د يوه کارکوونکي عبدالقادر راشد ترمنځ ده، خو د انتخاباتو کمېسون وياند ويلي چي راشد د دوى موقت کارکوونکى دئ او دوهم کس تر اوسه نه دئ پېژندل سوئ. د اوبو او برېښنا د وزير له خوا درغليو ته د انتخاباتي مامور د هڅولو خبر پر داسي وخت خپرېږي، چي د پارلماني انتخاباتو په وړاندي د کانديدانو مظاهرې ډېرېږي او د مشروعيت په هکله يې ورځ په ورځ نوري پوښتني راولاړېږي.