امریکایی پوځ د کندهار په سلګونو کورونه وران کړي دي
امریکایی خبري شبکه ( سي . بی . ایس . نیوز ) د ګلوبل پوسټ ورځپاڼی د راپور په حواله لیکی چی امریکایی پوځ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کی د ملکی خلکو په سلګونو کورونه ، زراعتی مځکی ، دېوالونه ، او وني تباه کړي دي او هلته یې په چاودېدونکو موادو او بلډوزرونو سره لومړی هغه نړولي او بیا هوار کړي دي او خپل ټانکونه پکښی ځغلوی . راپور زیاتوی چی د امریکایانو دغه کار کلیوال خښمولي او پارولي دي . د سیمی خلک شکایت کوی چی امریکایی پوځ زموږ ملکیتونه تباه کړل ، ډیر خلک یې بې کوره کړل او د اوبو لګولو ویالې یې ډکی او بندی کړې چی دغه کار ستر زیانونه راواړول . هغوی زیاتوی چی آیا امریکایان په خپلو دغو اعمالو سره د افغانانو زړونه ګټلای سی ؟
راپور زیاتوی چی امریکایی افسران په ځواب کی وایی چی دا یو ګټور کار و ، ځکه د دوی په وینا زیاتره دغه کورونه ، دیوالونه او ونی طالبانو په روانو عملیاتو کی پر موږ د حملو لپاره استعمالول او اوس یې څښتنان کولای سي چی حکومت ته ورسي او عوض ځنی وغواړي .
همدا خبر یوه هفته مخکی رویټر هم ورکړی و چی لر او بر خپور کړی دی .