کور / تازه خبرونه / استراليا: له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو شرط نه ايږدو

استراليا: له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو شرط نه ايږدو

 


داستراليا دولت اعلان کړی دی چي دوی به لکه د کاناډا غوندي د پوځيانو د ايستلو شرط نه ايږدي ، کاناډا افغانستان ته زر تنه سرتيري لېږلي چي په  روزګان ولايت کي د يو نيم زر هالنډي سرتيرو سره يو ځای په دنده بوخت دي . استراليا دا خبره په داسي وخت کي کړې چي کاناډا په دې وروستيو کي د ناټو پر ملګرو ږغ کړی چي که د ناټو غړي نور هيوادونه کندهار ته سرتيري وانه ستوي نو دوی به له افغانستانه خپل سرتيري وباسي .