کور / تازه خبرونه / د طالبانو د قومندان په ګډون يو شمېر جنګيالي نيول سويدي

د طالبانو د قومندان په ګډون يو شمېر جنګيالي نيول سويدي

د فرا ولايت د بکوا په ولسوالي کي د عملياتو په ترڅ کي د ملا عبدالرحمن په نوم د طالبانو د يوه سيمه ايز مشهور قومندان په ګډون يو شمېر طالب جنګيالي نيول سوي دي . دا عمليات نن سهار ترسره سوه ، دولتي چارواکي وايي چي د ملا رحمت الله په نوم يو قومندان په ښځينه جامو کي د ښځو په منځ کي تښتېدلی دی .


په دې عملياتو کي د افغان ملي اردو تر څنګ بهرنيو ځواکونو هم برخه اخستې وه .  ، د يادوي وړ ده چي په سهيل لويديځو سيمو کي دداسي پوځي عملياتو پر مهال د پېښي تر ټولو ډير قربانيان سيمه ايز وګړي وي .تر اوسه د سيمه ايزو وګړو د مرګ ژوبلي په اړه رپورټونه ترلاسه سوي نه دي ، سيمه ايزو چارواکو خبر ورکړئ چي د ملا رحمت الله په نوم يو بل قومندان په تيښته بريالی سوی دی .