کور / تازه خبرونه / بمي چاودني د واده خوښي په غم بدله کړه

بمي چاودني د واده خوښي په غم بدله کړه

د سوات په سيمه مټه کښې پر وراباڼو پر بس باندې بمي بريد کښې د ناوکۍ په شمول ديارلس تنه ووژل شول ، او څوارلس ژوبل شول ، په ژوبل شوو کښې د پنځو تنو ماشومانو حالت د پام وړ دى ، د لومبړنيو راپورونو تر مخه دغه يو ريموټ کنټرول بريد وه ، بريد د تحصيل مټه په سيمه رونيال کښې د وراباڼو څخه ډک بس باندې شوى دۍ ، په بريد کښې ټول ديارلس تنه وژل شوى دى ، په مړو په شمېر کښې د زياتوالي امکان دى ، وئيل کېږي چې په وژل شوو او ژوبل شوو کښې اکثريت د ماشومانو دۍ ، په ژوبل شوو کښې د پنځو تنو ماشومانو حالت د پام وړ بلل کېږي ، ځايي اوسيدونکو په وينا ژوبل او مړى ځايي خلکو روغتون ته رسولي دي ، خو بلخوا ته مرستندوي قواوې سيمه ته رسيدلې ده.