کور / تازه خبرونه / په خوست کې ځانمرګی بريد وشو .

په خوست کې ځانمرګی بريد وشو .

نن جمعه په  خوست کې دملي  اردو په کاروان ځانمرګی بريد شوی چې يوازې بريد کونکی پکې وژل شوی .
  په خوست ولايت کې د لومړی لوا قوماندان ډګروال محمداسرار  وايي چې نوموړی بريد نن ورځ مازديګر  د ملي اردو په کاروان شوی چې کوم مالي او ځاني زيان نلري .
 ده زياته کړه چې د وژل شوي کس سره يو بل تن چې په موټر سايکل سپور وو  هم وژل شوی چې ګومان کيږي دوهم ځانمرګی بريدګر به وي .
 تر اوسه د بريد په اړه چا څه  ندي ويلي .